پاکستاني چارواکي وایې چې د پنجاب ایالت "سرګودها" سیمه کې صوفي په نامه زیارت کې یوه مجاور ۲۰ کسان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
چارواکي زیاتوي چې یاد مجاور عبدالوحید نومیږي او خپل قربانیان مخکې له وژلو زورولي دي وروسته یې د خنجر او لرګي په مرسته وژلي دي.
تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دي څرګند.
پولیسو ویلي دي چې د وژنو عامل لومړۍ یو یو قرباني خپلې خونې ته وربللی وروسته یې د زهرجنو خوراکي توکو په مرسته مسموم کړي دي.
د پولیسو په وینا چې عبدالوحید څلور په پېښه کې ښکېل ملګري هم درلودل.
د سرګودها یوه امنیتي چارواکي، لیاقتعلي چهاټا ویلي دي:"هغه کسان چې نیول شوي دي، زیارت کوونکي یې لومړی ورغوښتل او وروسته له زورونې یې وژل."
یو تن ټپي چې د دې کسانو زورونې له امله ټپي شوی وه، پولیسو ته یې مالومات ورکړل.
د سرګودها روغتون ډاکټران وایې چې ډېر شمېر قربانیان د شا له خوا په خنجر وژل شوي وو.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې عبدالوحید رواني ناروغي درلوده او غوښتل یې چې په دې توګه قربانیا له ګناه پاک کړي.
خو د پولیسو څېړنې بله پایله لري.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي:"عبدالوحید پولیسو ته ویلي دي چې ځکه یې خلک وژل، سوچ یې کاوه چې د زیارت پخوانی مجاور دوی وژلی دی او دی به هم ووژني."
دا پېښه په داسې حال کې ترسره شوې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان پر صوفیانو زیارت ترهګریزو بریدونه هم شوي دي.
په یوې پېښه کې تېرې سلواغې میاشتې پر ۲۸مه یوه ځانمرګي بریدګر په لال شهبار قلندر زیارت کې ۸۰ کسان ووژل.