په پاریس کې له پاکستاني چارواکو سره د پیسو مینځلو څار نړیوال بنسټ ناستې وروسته چې دا اوونۍ ترسره شوه، دی بنسټ پرېکړه تر څو پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړل شي. له دې سره له ترهګرو ملاتړو هېوادونو تورنوملړ کې د پاکستان نومځایول ځنډول شوي دي.
که څه هم د دې کار لامل نه دی روښانه شوي، خو ویل کېږي چې پاکستان او ملاتړي هېوادونه یې په دې نوملړ کې د پاکستان نوم ځایولو مخالف دي او همداراز د پاکستان د حکومت لخوا د حافظ سعید خیره موسسې بندولو مخالفت لامل شوی دی.
له دې سره پاکستان په وروستۍ اوونۍ کې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې د نه ځایولو سختې وکړې، په همدې موخه په مالي چارو کې د پاکسان لومړي وزیر، سلاکار امفتاح اسماعیل د ستونزې هوارۍ په موخه پاریس ته ولاړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، خواجه آصف د سې شنبې پر ورځ له پاریس ناستې وروسته وویل چې تر اوسه پورې یاد نوملړ کې د پاکستان نوم نه ځایولو باندې کومه هوکړه نه ده شوې.
درې اوونۍ مخکې امریکامتحده ایالاتونو د ترهګرو ملاتړ هېوادونو تور نوملړ کې ځایونو هوکړه وړاندې کړه او د بهرنیو چارو وزارت په وینا یې چې بریتانیا، فرانسې او هند هم له دې طرحې ملاتړ کړی دی.