د شمالي کوریا رسنۍ وايي چې د دې هېواد مشر، کیم جونګ اون د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې کلک هوډ لري.
سره له دې چې په سنګاپور کې ټاکل شوې لیدنه د ټرمپ لخوا لغو شوې وه، خو امریکايي چاراکو هم هیله څرګنده کړې دا لیدنه به ترسره شي. او د شمالي کوریا رسنیو هم ویلي دي چې کیم جونګ اون غواړي چې د جون میاشتې په ۱۲ مه دا لیدنه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې یوځل بیا د ټرمپ او کیم جونګ اون ترمنځ د لیدنې هیلې زیاتې شوې دي.
شمالي کوریا په دې وروستیو کې د هستوي ازموینو مرکز له منځه یووړ.
په همدې حال کې تېره ورځ د دواړو کوریا مشرانو په ناڅاپي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله کې سره ولیدل او د کوریا ټاپو وزمې له هستوي وسلو پر تشولو خبرې وشوې.
، خو د شمالي کوریا مشر د ټرمپ پر دې پرېکړې خواشني څرګنده کړې وه.