د پاکستان د ولسي جرګې او ایالتي ټاکنو د رایو شمېرل په دغه هېواد کې د شکایتونو له امله وځنډول شول.
دا کار د رایو له لومړنیو شمېرلو وروسته ترسره شو.
د لومړنیو شمېرل شویو رایو پایله ښيي چې د عمران خان په مشرۍ د انصاف تحریک ګوند د ۱۱۴ څوکیو، د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ د ۶۴ څوکیو او د بلاول بوټو په مشرۍ د خلکو ګوند د پارلمان ۴۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
دغه پایله د ۴۷ سلنې شمېرل شویو رایو پر بنسټ اعلان شوې ده.
د دغه هېواد ټاکنې چې د چهارشبنې په ورځ (د زمري په ۳مه) د ځانګړو امنیتي تابیاو سربېره د کوټې ښار د مرګونې چاودنې شاهد وه چې د هغه په پایله کې ۳۱ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ملي پوځ څه باندې ۳۵۰ زره ځواکونو او همدارنګه کابو ۴۰۰ زره پولیسو د دغه ټاکنو د امنیت ساتل پر غاړه لرل.
د ګوندونو له خوا په ټاکنو کې د درغلیو په اړه هم نیوکې وشوې.
د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د درغلۍ تور ردوي او وايي هر ګوند چې وايي په ټاکنو کې درغلي شوې، سند وړاندې کړي ترڅو وڅېړل شي.
له بلخوا د نواز شریف ګوند اعلان کوي چې د ټاکنو پایلې نه مني.
د نواز شریف ورور شهباز شریف چې په دغو ټاکنو کې د ګوند مشري په غاړه لري، د ټاکنو له پای وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل چې په ټاکنو کې لاسوهنه او درغلي شوې ده.
مسلم لیګ او د خلکو ګوند ویلي چې ټاکنیزو څارونکو ته یې اجازه نه ده ورکړل شوې ترڅو د رایو د شمېرلو پر بهیر څارنه وکړي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو تورنو له ردولو سره په دې اړه د سند د وړاندې کولو غوښتونکی شو.