سره له دې چې په ګوتیمالا کې د «دل فوئګو» اورشیندنې یوه اوونۍ تېریږي، خو لا هم مرستهرسوونکې ډلې نه دي توانېدلي چې ورک کسان وموندي.
د دغه هېواد د حکومت له لوري له زیانمونو سره د اوبو، خوراک او جامو مرستې پیل شوې دي، د اسکیونتلا ښاروال، ابراهم ریوریا وایي، هڅه کوي چې ټولو زیانمنو ته په سمه توګه مرستې ورسوي.
دی وړاندې وايي:«اوس زموږ تمرکز د مرستو د ویش پر سر دی چې لومړني پړاونه یې دي. دغه مرستې خوراکي او د ورځني ژوند د اړتیا وړ توکي دي. موږ پرون له زیانمنو سره د خوراک و اوبو مرستې هم وکړې.»
د ګواتیمالا حکومتي چاوراکي وایي، دغه مرستې په بېلابیلو پړاونو کې ویشل کېږي.
د ګوتیمالا پراختیايي چارو وزارت مرستیال، کارلوس ویدال څرګندوي:«ولسمشر له دغه ناورین نه وروسته بېلابیل پروګرامونه لري.موږ د مرستو د منظم ویش په پار یوې سمې تګلارې ته اړتیا لرو، څو دغه مرستې اړمنو ته په شفافه و عادلانه ډول وویشل شي.»
بل خوا یو شمېر هېوادونو له ګواتیمالا سره د مالي مرستو ژمنې کړې دي.
د جون په درېیمه په ګواتیمالا کې د اور غورځونکي غره د پارېدو له کبله شاوخوا ۱۰۹ کسان مړه شوي او څه کم ۲۰۰ تنه لادرکه شوي دي.