مهیش کمار ملاني چې د پاکستان د خلکو له ګونده د پاکستان پارلماني ټاکنو ته نوماند وه،د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.
د پاکستان دغه هندوي وګړی وايي چې غواړي له بې وزلۍ او جبري ودونو سره مبارزه وکړي.
د ملاني خپلوانو او ملګرو د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د هغه بریا یې ور مبارکه کړه.
هغه له سند ایالته نوماند شوی وه او وتوانېد چې ۱۰۶ زره او ۶۳۰ رایې ترلاسه کړي او خپل نېږدې سیال د ۲۰ زره رایو په توپیر سره مات کړي.
هغه اوس په پاکستان کې د هندو باوره وګړو د ژوند ښه کېدو په فکر کې دی.
ملاني په دې اړه زیاته کړه:«موږ په یوې لیرې پرتې سیمه کې ژوند کوو او زه د روغتیا، څښاک اوبو، ښوونې او زیربناوو په اړه اندېښمن یم. دا زما موخې دي. همدارنګه غواړم چې د بې وزلۍ د ورکولو لپاره کار وکړم. دا زما له موخو څخه دي.»
هغه زیاته کړه:«له وخت مخکې ودونه، د لیرو پرتو سیمو یوه له سترو ستونزو څخه ده. او همدارنګه د ځوانو مېرمنو د مرګ یو لامل هم دی؛ یانې له وخت مخکې ودونو او پرله پسې توګه د امیندارۍ د خطرونو د نه پوهاوي په اړه واقعاً اندېښمن یم او غواړم چې دې موضوعګانو ته رسېدنه وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د پاکستان هندوان په پارلماني ټاکنو کې نورو نوماندانو ته رایه ورکوله؛ خو دا ځل هغوی ویلي وو چې غواړي په پارلمان کې خپل استازی ولري.