Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران او پاکستان ترمنځ د همکارۍ اته تړونونه لاسلیک شول

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په دوام کې په اسلام اباد کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره کتلي او خبرې اترې یې کړې دي.

رییسي له دې مخکې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، سیاسي او امنیتي اړیکو او همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې وه.

د همکارۍ د اتو سندونو په لاسلیکولو سره، دواړو لورو هوکړه کړې چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه لس میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي و ویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کچه د منلو وړ نه ده. موږ پرېکړه وکړه چې په لومړي ګام کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ۱۰ میلیاردو ډالرو ته لوړې کړو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف و ویل: "نن مو ډېرې ګټورې خبرې وکړې او د خدای په فضل مو د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، مذهب، کلتور، سفارت او د پانګونې د امنیت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې."

د ایران ولسمشر منظم جنایتونه، د نشه يي توکو کښت او قاچاق او د امنیت ضد پېښې د ټولې سیمې لپاره ګواښ بللی دی.

د ایران ولسمشر زیاته کړه: د ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هیوادونو دریځونه یو ډول دي. دواړه هیوادونه د امنیتي مسایل او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره بشپړ هوډ لري. د دواړو هېوادونو موخه د سازمان شويو جرمونو، نشه يي توکو او د بېلابېلو امنيتي مسايلو پر وړاندې مبارزه ده چې لا هم سيمه ګواښي.

د دواړو هېوادونو چارواکو هم د غزې په تړانګه کې جګړه وغندله او له فلسطینیانو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د پاکستان لومړي وزیر په دې اړه زیاته کړه: تاسو او ستاسو هېواد د غزې په تړانګه کې له مسلمانانو سره د ظلم او غیر انساني چلند په اړه ډیر اصولي دریځ خپل کړی دی. پاکستان هم په غزه کې د خپلو فلسطیني وروڼو او خویندو ترڅنګ ولاړ دی.

د ایران ولسمشر وویل: هغه څه چې په ټوله نړۍ کې یې خلک خواشینی کړي دي دا دي چې نړۍوالو بنسټونو او د بشری حقوقو په نوم سازمانونو خپل اغېز له لاسه ورکړی دی. ملګرو ملتونو خپل موثریت له لاسه ورکړی دی. امنیت شورا خپله دنده نه ترسره کوي.

پاکستان ته د ولسمشر دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ د توغندیو توغول کېدو د تهران او اسلام اباد اړیکې ترینګلې کړې وې.

اوس دواړه لوري هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه