Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اله چه چپن؛ درې سوه کلن صنعت د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی

د "اله چه" چپنې صنعت چې څه د پاسه دری سوه کاله تاریخي مخینه لري، د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی.

دغه چپنه چې نړۍوال شهرت لري، سرپل کې د بلغلي کلي اوسېدونکو په ځانګړې توګه ښځو له لوري اوبدل کیږي.

سرپل کې یو شمېر دیني عالمان، فرهنګیان او د دې چپنې اوبدونکي وایي د "اله چه" چپنې اوبدنې ټول وسایل او تجهیزات په تېرو جګړو کې له منځه تللي او له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو مرسته غواړي.

د "اله چه" چپن اوبدونکي، عین الله وویل: « د دغه صنعت همدا دوه دستګاوې پاتي، په بلغلي کې د له منځه تللو سره مخ ده. له اسلامي امارته غواړو چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي او دغه دستګاوې باید ډېرې شي څو پخواني اثار له منځه لاړ نشي.»

دیني عالم، نعمت الله حنفي هم وویل: « په هغه وخت کې چې له هیڅ هېواده توکي نه واردول، خلکو له وطني لاسي صنایعو کار اخیسته نو له همغه تاریخه تر اوسه د اله چه صنعت دود شو.»

فرهنګي فعال، لطف الله ندیم هم وویل: « د افغانستان له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې د دغو لاسي صنایعو له جوړونکو سره په هر اړخیزه توګه ملاتړ وکړي.»

د سرپل سیمه ییز مسوولین ډاډ ورکوي چې د "اله چه" چپنې صنعت ودې او بازار موندنې په موخه هڅو ته دوام ورکوي.
موسساتی که به صنایع دستی کار می‌کنند در ارتباط اله چه به همرای‌شان صحبت می‌کنیم که به دیگر شاگرد‌ها هم آن‌ها آموزش بدهند تا این بازار این در ولایت ما در دیگر ولایت‌ها و خارج از کشور رونق بیابد

د سرپل د صنعت او سوداګرۍ رییس، محمد شاکر شهاب وویل: « هغه بنسټونه چې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي د اله چه په اړه ورسره خبرې کوو چې نورو زده کوونکي هم روزي څو د دغه صنعت بازار په نورو ولایتونو او له هېواده بهر پراخه شي.»

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس، عبدالغفار حقنما هم وویل: « له ۳۰۰ کلونو راهیسې د سرپل د خلکو هنر او کار ده چې اله چه چپن د ابریشم له تار اوبدي او ډېر زیار وباسي، موږ له دوی سره د هیڅ همکارۍ دریغ نه کوو.»

"اله چه" چپن د سرپل بلغلې کلي خلکو پخوانی لاسي صنعت دی چې وروستیو کلونو کې مخ پر ځوړ روان دی، خو د دې سیمې اوسېدونکي د دغه پخواني صنعت د ودې او بیا ځلي ژوندي کېدو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه