Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سراج الدین حقاني: موږ ځکه په رسمیت نه پېژني چې غوښتنې مو نه دي منلي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي دا چې اسلامي امارت د نړۍ غوښتنې نه دي منلي، نو ځکه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

ښاغلي حقاني پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ځينو دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې زیاته کړې چې سرپرست حکومت تراوسه هېڅ فرمایش نه دی منلی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«موږ دا خپله خپلواکي چې ده دا د بل چا په اختیار کې وه، دا نن چې موږ ته رسمیت نه راکوي، په دې یې نه راکوي چې د دوی فرمایشات مو نه دي منلي، د دوی غوښتنې مو نه دي منلي، تر اخري سلګۍ پورې مو یوه خبره هم ونه منله.»

د اسلامي امارت دغه لوړ پوړی چارواکی، همدا راز پر کلتوري، فکري او اقتصادي برخو د نړۍ د اشغال په تړاو هم څرګندونې کړې دي.

سراج الدین حقاني وايي:«زموږ هېواد یې یرغمل کړی دی، یوازې نظامي یرغل نه دی، دلته فکري یرغل دی، اقتصادي یرغل دی، زموږ په کلتور یرغل دی، په هر قوم او ملت کې یې داسې خلک پيدا کړي دي چې څوک حقه خبره نه شي کولای.»

د دغې غونډې ځينې ګډونوال له اوسني نظامه د ولس ملاتړ مهم ګڼي.

د پکتیا قومي مشر حاجي ابراهیم وویل:«دا یوازې خلیفه صاحب نه شي ساتلی، یوازې دفاع وزارت یې نه شي ساتلی، دا د افغانانو ګډ کور دی، او افغانان به ترې ساتنه وکړي.»

بل قومي مشر هم وايي:«دا نظام د طلبانو نظام نه دی، دا نظام د مخلصو مسلمانانو نظام دی، هغه که عالم وي او که عامي وي او که سیاستوال وي.»

ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره باید د نړۍ ځينې مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیری څرګندوي:«طالبانو په دې برخه کې هېڅ نوع عملي اقدام نه دی کړی، هېځ ډول مثبت ګام یې نه دی اخیستی، نو ورځ په ورځ هم له رسمیت پېژندلو څخه لېرې کېږي.»

په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل، د افغانانو ترمنځ خبرو ته لار هوارول، د ښځو حقونو ته درناوی، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارېدل او د نشه‌يي توکو د کرکېلې او قاچاق مخنیوی د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوالو شرطونه ګڼل کېږي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونه لرې کېدل، د نړۍ له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادول او پر اسلامي امارت د نړۍوالو د بندیزونو لرې کېدل بیا هغه غوښتنې دي چې کابل یې له نړۍوالو لري.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه