Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سراج الدین حقاني په خپل اختریز پیغام کې د سراسري امنیت ډاډ ورکړ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کوچني اختر په مناسبت په خپل اختریز پیغام کې د اختر په شپو او ورځو کې په ټول هېواد کې د سراسري امنیت ډاډ ورکړی دی.

سراج الدين حقاني له هېوادوالو غوښتي چې په هېواد کې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو او پوليسو سره همکاري وکړي او له هوایي ډزو د پټاقیو په څېر له نورو مخشوشوونکو چارو لاس په سر شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي، هېوادوال باید د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره له پولیس سره همکاري وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نافع ټکور وايي:«د اختر په مناسبت له هوايي ډزو څخه ډډه وکړئ. د اختر د لمونځ کوونکو او د خلکو د خوښیو په تجمعاتو کې د هغوی د امنیت خوندي ساتلو ته جدي پاملرنه وکړئ.»

د کابل ځينې اوسېدونکي له امنیتي بنسټونو غواړي چې، د ترهګریزو پېښو د راکابو کولو په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د کابل اوسېدونکي شاه آغا وویل:«د کوچني اختر د رخصتۍ ورځې دي، باید ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه چې زموږ ځينې خلک هوايي ډزې او پټاقۍ او نور شیان اچوي، باید مخه یې ونیول شي.»

د کابل بل اوسېدونکی قیس نوابي هم څرګندوي:«هغه امنیت چې موږ یې سل په سلو کې ولرو، لکه بهرني هېوادونه چې ما هلته ژوند کړی دی هغه ډول امنیت نه لرو.»

له بل لوري د نظامي چارو ځينې نونکي د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې د هېوادوالو رول او همکاري ډېره مهمه ګڼي.

د نظامي چارو شنوونکی اسد الله ندیم وايي:«د پولیسو د کار عمده برخه له خلکو سره ده، له دې امله له پولیسو سره د خلکو همکاري یو شرط او یو اصل دی. او دا په پولیسو پورې اړه لري چې تر کومې کچې کولای شي چې د خلکو همکاري او اعتماد خپل کړي»

د نظامي چارو بل شنوونکی یوسف امین ځاځی هم څرګندوي:«موږ په ګډه کولای شو چې په هېواد کې امنیت او ټيکاو ټینګ کړو. یعنې امنیتي ځواکونه، حکومت او خلک.»

له دې سره سم، د اسلامي امارت رهبرۍ په یوه غږیز پیغام کې د امنیتي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې، له خپلو صفوفو فاسد او زورواکي وباسي او هېچا ته د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنه‌کړي.

د نظامي چارو ځينې نونکي د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې د هېوادوالو رول او همکاري ډېره مهمه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه