Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ا.ا: د پوځي وسلو او تجهیزاتو د پلور په هکله د مک‌کال څرګندونې بې بنسټه دي

په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر رییس سهیل شاهین ویلي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د رییس ادعاګانې، دا چې له امریکا پاتې پوځي وسلې او تجهیزات ایران او فلسطین ته سپارل شوي بې بنسټه دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د رییس مایکل مک‌کال ادعا کړې چې اسلامي امارت د امریکا پاتې شوي وسلې او پوځي تجهیزات د ایران او فلسطین په واک کې ورکړي دي او له هغې د اسراییلو پر ضد کار اخیستل کېږي.

خو سهیل شاهین، دغه څرګندونې د اسلامي امارت په وړاندې تبلیغات ګني.

ښاغلي شاهین په دې هکله وویل:«دغه څرګندونې له حقیقت لرې او د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد له تبلیغاتو پرته بل څه نه دي. په افغانستان کې موجوده وسله د حکومت په لاس کې ده. ثبت او راجستر شوې او په هېچا نه ده پلورل شوې او نه به وپلورل شي.»

مایکل مک‌کال له سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د بګرام پوځي اډه کې باید نظامي تجهیزات نه وای پرېښي.

ښاغلي مک کال ویلي:«موږ باید بګرام نه وای پرېښی ځکه هلته زموږ د څه باندې ۷ مېلیارده ډالرو په ارزښت وسله پاتې ده او طالبان اوس دغه وسله زموږ پر دوښمنانو لکه ایران او فلسطین پلوري او فلسطین بیا دغه وسله د اسراييل پر ضد کاروي. زما په نظر دا د بایډن د دولت په بهرني سیاست کې تر ټولو ستره تېروتنه وه.»

ښاغلي مک کال، په افغانستان کې د القاعده ډلې د نشتون په تړاو هم د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر څرګندونو نیوکه کړې ده.

هغه زیاته کړې:«دا موضوع له حقیقت ډېره لرې ده چې ولسمشر بایډن وايي په افغانستان کې القاعده ډله شتون نه‌لري. د دفاع وزیر او لوی درستیز وايي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې حضور ورځ تر بلې په زیاتېدو دی نو ولسمشر بایډن څنګه وايي القاعده ډله له افغانستانه وتلې ده.»

د نظامي چارو شنونکی اسد الله ندیم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«هغه ادعاګانې چې امریکایۍ وسله له افغانستانه، ځواکونو یا بهرنیو هېوادونو، سازمانونو ته رسېږي، تر ډېره په امریکا کې د ټاکنیزو او ګوندي سیالیو اړخ لري.»

له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د القاعده ډلې د غړو حضور رد کړی و؛ خو د نظامي چارو شنوونکي په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د نظامي چارو شنوونکی سرور نیازی وايي:«حقیقت دا دی چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته او له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره، په افغانستان کې ترهګري فعالیتونه په ځلونو کم شوي دي. او دغه ډلې کابو تښتېدلې دي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په یوه راپور کې ویلي و، د افغانستان د تېر نظام او اسلامي امارت ترمنځ د سولې خبرو اترو ته نه لېوالتیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د طرحې د پلې کېدو یو له لاملونو څخه و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه