د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس په افغانستان کې د القاعدې د حضور د نهشتوالي په تړاو د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستۍ څرګندونې بېبنسته بللي دي.
مایکل مککال په یوې اعلامیه کې ویلي، د القاعدې په تړاو د امنیت شورا راپور ته په کتو د بایډن څرګندونې د امریکا له لوري د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د زمینې برابرېدو لپاره هڅې دي.
نوموړي زیاته کړې: «د ولسمشر جو بایډن څرګندونې، یوازې داسې تفسیر کیدای شي چې هڅه کوي د طالبانو او القاعده د پخوانیو اړیکو لپاره سپیناوی وشي او یا هم د امریکا له لوري په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره هلې ځلې وي. پهخپل ټول توان سره به د دې کار مخالفت وکړم.»
اسلامي امارت بیا د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمیټې د رییس دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، القاعده ډله په افغانستان کې نهشته او اسلامي امارت ورسره هېڅ اړیکه نهلري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «په افغانستان کې القاعده نهشته، موږ یې په جدي ډول ردوو، دوی په عربي هېوادونو کې د پاتې کېدو لپاره هم ځای لري، دوی ته په افغانستان کې اجازه نهشته چې پاتې شي او حضور هم نهلري.»
د سیاسي چارو یو شمیر شنونکي بیا په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
د نظامي چارو شنونکی سرور نیازی وايي: «په هغه کچه چې نړۍ اندېښنه لري او په رسنیو کې ښکته او پورته کېږي، فکر نهکوم چې القاعده دې په هغه کچه وي چې د افغانستان له خاورې وکولای شي پر لوېدیځو او د نړۍ پر نورو هېوادونو برید وکړي.»
د نظامي چارو شنونکی اسد الله ندیم وايي: «د طالبانو له اجازې پرته دننه او له افغانستان د باندې کوم کار نهشي کولای، په عامه لهجه ویلای شو چې سویچ یې له طالبانو سره دی.»
د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې جمعې په ورځ ویلي وو چې د اسلامي امارت په همکارۍ یې په افغانستان کې د القاعده ډلې د نهشتوالي وړاندوېنې سمې وې.
په دې اړه مو اندونه