Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حساب ورکونې په پروګرام کې د کورنیو چارو وزارت کلنی راپور

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې ویلي، د پولیس ځانګړو قطعاتو، د عامه امن ریاستونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې، په تېر یوه کال کې د ټول هېواد په کچه ۲۲۵ ګډ عملیات، ۱ زرو ۳۴۵ خپلواک عملیات او ۴۴۳ عملیات د ځانګړو قطعاتو د پولیسو له لوري ترسره شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې شاوخو یو زرو ۷۸۴ تورن کسان نیول شوي او ۱۱ زره ۶۴۰ میله درنه او سپکه وسله او همدا راز ۱ زرو ۱۷ حلقې ماینونه او لاسي بمونه کشف او ظبط شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په دغه پروګرام کې، د جرمي دوسیې په تړاو ویلي، په تېرو ۲۱ میاشتو کې د ټول هېواد په کچه، ۲۰ زره ۳۲۲ جرمي قضیې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې د تېر حکومت پر مهال په همدومره موده کې، ۲۹ زره ۶۶۹ بیلابیلې قضیې ثبت شوې وې.

د ښاغلي قانع په وینا، په تېر یوه کال کې، د انسان تښتونې د ۱۶۰ قضیو په اړه پولیسو ته خبر ورکړل شوی چې پولیسو بیا په دې تړاو ۲۰۰ عملیات ترسره کړي دي. پولیسو د انسان تښتونې په تړاو بیا ۱۹۰ تنه تورن کسان نیولي هم دي.

نوموړي زیاته کړې، ۱۳ انسان تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره د نښتو پر مهال وژل شوي او ۴۴ تښتول شوي کسان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړای شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه