Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د کورنیو چارو وزارت مشران د اړیکو پر بنسټ ګومارل کېږي'

د پولیسو یو شمېر پخواني قومندانان وايي چې په تېر څه باندې یوه کال کې د کورنیو چارو وزارت ډېری مشرتابه غړي د اړیکو پر بنسټ ګومارل شوي او په وینا یې دغه کسان د پولیسو د ستونزو په مدیریت کې پاتې راغلي دي.

له بل لوري د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر مسعود اندرابي، پخوانی سرپرست حیات الله حیات او اوسنی نوماند وزیر عبدالستار میرزکوال پر دې نه دي بریالي شوي چې، په یاد بنسټ کې اړین اصلاحات راولي.

دوی په کورنیو چارو وزارت کې د فساد پر شته والي او همداراز د پولیسو پر کمزوري مدیریت هم نیوکې کوي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی عبدالرووف شپون وايي:«د کورنیو چارو په مشرتابه کې حکومت سمه پرېکړه نه ده کړې او له ناسمو معلوماتو سره یې پرېکړه کړې ده.»

د خوست ولایت پخوانی امنیه قومندان داوود امین هم څرګندوي:«غیر مسلکي کسان لکه انجینیر راغی او وزیر شو، کمپيوټر کار راغی او وزیر شو.»

د جګړې له زور اخیستو سره هم مهاله د امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت په مشرتابه کې په پرله پسې توګه بدلونه راغلل.

 مسعود اندرابي چې د  ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې له وروستیو نه یې تر پنځه میاشتې وړاندې پورې د کورنیو چارو  وزارت مسوولیت پرغاړه درلود، تل په دغه وزارت کې د اصلاحاتو ډاډ ورکړی و او د جګړې په ډګرونو او د قانون په عملي کولو کې یې د پولیسو د وړتیاوو د لوړولو خبره کړې وه، خو د ولسي جرګې غړي وایي چې په تېر یوه کال کې د ولسوالیو له لاسه وتل او په دغه وزارت کې د اصلاحاتو نه راتلل ښيي چې د ښاغلي اندرابي پلانونه د اصلاحاتو د بهیر په پلي کېدو او د جګړې په ډګرونو کې د پولیسو په سمبالتیا کې اغېزناک نه وو.

حیات الله حیات چې د تېر لمریز کال په وروستیو کې یې د کورنیو چارو وزارت د نوماند په توګه کار پېل کړ، درې میاشتې پر دې دنده پاتې شو. هغه چې نظامي مخینه نه لرله، د نظامیانو په باور په داسې وضعیت کې چې طالبان په چټکۍ سره د هېواد د ولسوالیو د نیولو په حال کې وو، د پولیسو لپاره د یوه منظم پلان نشتوالی د دې لامل شو چې دغه ځواکونه له سټراټېژیکو سیمو په شا شي.

عبدالستار میرزکوال چې یوه نیمه میاشت وړاندې د جګړې د زور اخیستو په لړ کې د کورونیو چارو وزارت د نوماند وزیر په توګه وټاکل شو، د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په باور له طالبانو سره په جګړه کې یې د پولیس ځواکونو په مدیریت او دغه راز په دغه وزارت کې د اصلاحاتو په راوستو کې د پام وړ کار نه دی کړی.

ښاغلي میرزکوال د خپلې معرفۍ پرمهال ویلي و چې د ده لپاره دا د منلو وړ نه ده چې تردې وروسته دې ولسوالۍ سقوط شي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي:«له امینه قومندانانو او د جګړې له لومړۍ کرښې سره په لویه کچه همغږی شتون لري. د کورنیو چارو وزارت مشرتابه عملاً د جګړې په کرښو کې حضور پیدا کوي.»

پخواني پوځيان وایي چې په څه باندې یو کال کې په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو پر نه راتلو، د اداري فساد پر شتوالي او ناسالم مدیریت سربېره د پولیس سرتېرو د معاشونو د ورکړې د پروګرام د ناسم پلي کېدو له امله ځينې سرتېري نه دي توانېدلي چې خپل معاشونه ترلاسه کړي. د پوځيانو په باور دا هغه ستونزه ده چې له طالبانو سره یې په جګړه کې هم د دغو ځواکو پر انګېزې منفي اغېز کړی دی.

شریک یي کړئ