Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قزاقستان پر اسلامي امارت لګیدلي بندیزونه لرې کړل

د قزاقستان سترې محکمې اسلامي امارت له هغه لیست ویستلی چې د دغه هېواد په کورني ممنوعیت او بندیز کې وو.

دغه خبره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او افغانستان کې د قزاقستان سفیر ترمنځ لیدنه کې شوې ده.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼې کې داسې ویلي: « د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسما د هغې تحریم شوو ګروپونو له لسته وویست چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی او غواړي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او سیاست په برخو کې اړیکې لا پراخه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي، شاکر حیات طلوع نیوز سره خبرو کې و ویل: «په نړۍ کې دولتونه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې کوي، د قزاقستان ملي ګټې دا وایي چې له افغانستان څخه ورته هېڅ ګواښ پېښ نه شي او اسلامي امارت هم رسمیت پېژندنې ته اړتیا لري.»

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند په خبره، امیرخان متقي د قزاقستان پر دغې پرېکړې خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه دریځ به د دواړو هېوادونو لپاره ګټور تمام شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي و ویل: «مهمه دا ده چې د افغانستان نږدې ګاونډیو سره افغانستان متقابل درناوی ولري، قزاقستان یو څه لرې دی او اهمیت یې هم لږ دی.»

د سیاسي چارو شنونکي، ویس ناصري داسې څرګنده کړه: «ښایي قزاقستان د مسکو او واشنګټن په همکاریو نه یوازې له اسلامي امارت سره د سفارت په کچه ډیپلوماټیکې اړیکې ولري بلکې تر دې دمه یې په اقتصادي برخه کې هم ښې اړیکې لرلي دي.»

قزاقستان داسې مهال پر اسلامي امارت لګېدلي بندیزونه لرې کړي چې سرپرست حکومت اوس هم د امریکا او د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ دی.

خو اسلامي امارت تل له نړۍ غوښتي چې پرې لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د بهرنیو چارو مرستیال ویاند په خبره، د قزاقستان سفیر ویلي چې استانه غواړي له کابل سره خپلې سوداګریزې اړېکې پراخې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه