Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان- قزاق نندارتون؛ د افغاني تولیداتو لپاره د بازارموندنې غوره فرصت

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکی وایي، هڅه کیږي چې د کابل او آستانې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان او قزاقستان په سوداګریزې مجمع او د افغان- قزاق نندارتون په پرانېستې مراسمو کې د دغو دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

نورالدین عزیزي زیاته کړه، د سوداګریزو چارو د پراختیا لپاره هڅې کوي چې، د دغو دواړو هېوادونو تر منځ هوايي دهلیز فعال شي او همداراز سوداګرو ته د ویزې ورکړې بهیر هم اسانه شي.
نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو تر منځ د څو هوکړو له لاسلیک کېدو هم خبر ورکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي وايي : "د هوايي دهلیزونو جوړول، په دواړو هېوادونو کې د دواړو هېوادونو د بانکونو استازولیو پرانیستل، سوداګرو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیاوې، د غونډو، نندارتونونو او د سوداګرۍ د تواصل کنفرانسونو جوړول مهم دي. "

له دې سره سم، د هېواد بهرنیو چارو وزارت هم وايي، په هېواد کې د پانګونو لپاره فرصتونه برابر شوي او په وینا یې قزاقستاني پانګوال کولی شي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس، شفیع اعظم وايي : " د قزاقستان حکومت ژمنه کړې چې له وچکالۍ سره د مبارزې، د اقلیم بدلون د چمتو والي په برخه کې چې ټول خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي، په راتلونکي کې همکاري کوي. موږ هیله من یو چې په دغو برخو کې تخنیکي مرسته وشي. "

په افغان- قزاق نندارتون کې یو شمېر ګډونوال افغان سوداګر وايي، په بهرنیو نندارتونونو کې په ګډون سره کولی شي خپلو صادراتي توکو ته ښه بازار موندنه وکړي.

ګډون کوونکې مهربان وايي : " نن د صنعت او سوداګرۍ له وزارت او سوداګرو سره قراردادونه او تړونونه وشول، زما په دا ډول نندارتونونه د ښځینه و لپاره ډیر مهم دي. "

د غالیو د ټولنې رییس، نور احمد نوري وايي: " د افغانستان تولیدات دلته نندارې ته اېښودل شوي دي او نن د غالیو د اوبدلو ۲۳ شرکتونو په دې نندارتون کې ګډون کړی دی. "

په دې نندارتون کې څه باندې ۳۵۰ سوداګرو ګډون کړی او د اګست تر پنځمې به د خلکو پر مخ پرانېستی وي.

افغان سوداګرو هم د دغه نندارتون په اویاو غرفو کې خپل تولیدي توکي نندارې ته اېښي دي.

وزارت خارجه نیز می‌گوید فرصت‌ها برای سرمایه‌گذاری در کشور فراهم شده است و سرمایه‌گذاران قراقستانی می‌توانند در افغانستان سرمایه‌گذاری کنند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه