Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او بې‌جینګ ترمنځ د ګډ انسټېټیوټ د جوړېدو د هوکړه لیک لاسلیک کېدل

د ۱۴۰۳ لمریز کال د ښوونیز کال له پېل سره سم، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره د د دې ادارې او د چین هېواد تر منځ د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو خبر ورکوي.

د دې ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وايي، چې د دغه انسټېټيوټ جوړېدل به ځوانانو ته ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.
           
د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې سرپرست وویل:«الحمد‌الله له چین سره یوه هوکړه شوې چې ګډ انستېټیوټونه جوړ کړو او د افغانستان د کار د بازار لپاره مشترک تربیه کوو، حتا که‌چېرې اړتیا وي دوی چین ته بیایوو او ورته چینايي ژبې ورښيي.»

له دې سره هم‌مهاله، د ازموینو د ملي ادارې رییس علم د هېواد له بنسټزو اړتیاوو ګڼي او وايي، ځوانانو ته باید د پوهې تر څنګ د کار زمینه هم برابره شي.

د ازموینو د ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني وايي:«زموږ خلک دې پر خپلو پښو ودرېږي، زموږ دولت، زموږ نظام د نورو له تېري خلاص شي. په ټوله کې افغاني تولنه له ښکېلاک خلاصه شي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت سرپرست هم په هېواد کې د عصري او دیني علومو پر زده‌کړې ټینګار کوي او په هېواد کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د زده کړو د زمینې برابرېدو غوښتنه کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني څرګندوي:«زموږ لومړنۍ غوښتنه د زده‌کړو ده چې هغوی ته زده‌کړه ورکړل شي، ټول مرکزونه چې دیني دي یا عصري هغوی ته دې په پوهنتون، ښوونځي او مدرسو کې ورته د زده‌کړو زمینه برابره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۳ ښوونیز کال په پیلېدو سره، لاهم په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو دروازې نه‌دي پرانیستل شوي.
 
د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وايي، چې د دغه انسټېټيوټ جوړېدل به ځوانانو ته ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه