Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هندي ورځپاڼه: چین د افغانستان د مسو او لیټیمو کانونو ته اړتیا لري

هندۍ، یوراشین ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې، چین د بټریو، بریښنایي موټرو او موبایلونو د اړتیا وړ پرزو د  انحصار لپاره د افغانستان د لیټیمو او مسو کانونو ته اړتیا لري.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې چین په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره له افغانستان سره مثبت سیاسي او اقتصادي تعاملات رامنځ ته کړي دي. 

د کانونو او پټرولیم وزارت هم وایي چې د لیټیمو او مسو کانونه د افغانسان له مهمو او سټراټیژیکو کانونو ګڼل کیږي او پر چینایي پانګوالو سربېره، نورو هېوادونو هم لېوالتیا ښودلې چې د دغو کانونو تړون ورسره وشي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه وویل: « د لیټیمو په برخه کې د چینایي شرکتونو سربېره ډېر شرکتونه راغله او په دغه برخه کې یې لېوالتیا وښوده خو تر دې مهاله له هېڅ چا سره هم هوکړې نه دي شوي.»

له بلې خوا د هېواد د اقتصادي او سوداګريزې برخې مسوولین هم وایي د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د پراختيا په حال کې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وویل: « د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ د چین په ګډون له هېوادونو سره پراخې اقتصادي اړیکې لري. زموږ هڅې همدا دي چې د هېواد اقتصادي پراختیا په خپلو اقتصادي اړیکو کې په پام کې ونیسو.»

خو د اقتصادي چارو ځینې شنونکي کانونه د هېواد ملي پانګه ګڼي او په خبره یې چین د افغانستان کانونو ته اړتیا لري.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر وویل: « چین په نړۍ کې د یو لوی او ځواکمن اقتصادي هېواد په توګه هغه وړتیا چې لري، له هر هېواد او سیمې سره چې تعامل وکړي ډېر لوی رول لوبوي.»

د مالوماتو له مخې، د کانونو او پټرولیم وزارت دا مهال له بهرنیو شرکتونو سره د امو سیند حوزې د قشقري بلاک د تېلو د درېیو لویو کانونو او د هرات د وسپنې کان د استخراج او را اېستنې تړونونه لاسلیک کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه