Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په روژې میاشت کې د روژې د ځانګړو خوړو تود بازار

د روژې مبارکې میاشتې کې د روژې د ځانګړو خوړو بازار غوړیدلی دی.

سره شوي خواړه او ترشي هغه خواړه دي چې ډیری خلک ترې د روژې په میاشت کې ګټه پورته کوي.

اچار له هغو ترشیو دي، چې ډیری خلک د روژې مبارکې میاشتې په رارسیدو سره ترې ګټه اخلي.

علي هغه۳۱ کلن ځوان دی چې پخپله هټۍ کې ډول ډول ترشي باب پلوري.

دی وايي، د روژې په مبارکه مياشت کې يې بازار د نورو مياشتو پرتله ډېر ګرم وي.

هټۍوال علي و ویل: «الحمدالله زموږ بازارونه ډير ښه دي. ناشکري نه کوو، ځکه زموږ د کار موسم دی، د نورو میاشتو پرتله مو کار ښه دی.»

یوه بل هټۍوال، محفوظ و ویل: « ډیری خلک وطني ترشي یا سره ترشي اخلي، زموږ مشتریان راځي، سل منه یا دوه سوه منه سره ترشي اخلي، د کابل اوسېدونکي هم ډيری سره ترشي وړي، د ترشي ګانو ترمنځ ډیره خرڅېدونکي ترشي، سره ترشي ده او په مرباګانو کې بیا د الوبخارا مربا ډيره پلورل کیږي.»

 د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د روژې د خوراکونو د کلتور په تړاو داسې کیسې لري.

د کابل اوسېدونکي، زبیر و ویل: « معمول خواړه پیرکي دي. د بېلګې په توګه د توربانجانیانو بوراني، فاصله، بینډۍ، کچالو او ځینې نور شیان پیدا کيږي.»

پیرکي هم د افغانانو هغه ژر پخېدونکي او هوسانه خواړ ده چې ډېر خوښوونکي لري.

ذاکر چې له څو کلونو راهيسې د پلازمېنې په يوه یوې برخه کې پیرکي پخوي، وايي د  کار بازار یې د یوې میاشتې وړاندې وخت پرتله ګرم شوی دی.

د پيرکیو پخوونکي، ذاکر و ویل: «د نورو ورځو پرتله یې کار ډير ښه دی. ځکه روژه ده او په روژه کې بولاني ډیره خوړل کیږي.»

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ډېر مسلمانان د روژې په مبارکه میاشت کې روژه نیسي او په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د دې میاشتې په رارسېدو سره مسلمانان د رنګارنګ خوراکونو په چمتو کولو سره د روژې مبارکې میاشتې هر کلی کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه