په ولسمشرۍ ماڼۍ کې چارواکي وایي چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې په برخه کې ابهام نشته او په دغې تګلاره کې د افغانستان لیدلوری هم شامل دی.
بل لور، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې له اداري فساد سره د مبارزې تګلاره هم وروستۍ شوې ده.
د افغانستان په اړه د واشنګټن تازه تګلاره د ملي یووالي حکومت د مشرانو له خوشبینۍ سره مخ شوې ده، خو اجراییه رییس ویلي دي، چې د دغې تګلارې ځينې برخې باید افغانانو ته روښانه شي.
په همدې حال کې د ولسمشر د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي چې دا تګلاره د دواړو هېوادونو د ګټو تضمینوونکې ده.او زیاتوي چې له دغې فرصته باید ګټه واخیستل شي.
هغه زیاته کړه:«په دغې تګلاره کې د افغانستان لیدلوري هم شامل دي او دغه تګلاره د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ګډې ګټې تضمین وي.»
په همدې حال کې د واشنګټن د دغې تازه تګلارې په اړه د افغانانو بې خبرۍ یو لړ نیوکې رامنځته کړې دي.
د هرات پخوانی والي فضل الله واحدي په دې اړه وايي:«په دغې تګلاره کې له افغانستان سره یا مشوره نه ده شوې او هم مشورې یې منل شوې نه دي.»
د نړیوالو اړیکو کار پوه حبیب جانبدار په دې اړه څرګنده کړه:«ښايي د اجرائیه رییس صاحب منظور دا وي چې لازمه ده د دغې تګلارې ځینې برخې د خلکو لپاره روښانه شي خو زه فکر کوم چې په دغې تګلاره کې له افغان حکومت سره مشوره شوې ده.»
بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ هم د فساد پرضد د تګلارې له وروستۍ کېدو خبر ورکوي.
د ولسمشر د ویاند د دفترسرپرست شاه حسین مرتضوي وايي:«ټاکل شوې ده چې دغه تګلاره په دغې اوونۍ کې وروستۍ شي او موږ په تېر کې هم سندونه او بنسټونه لرل چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کاوه، خو هغه سند چې تر کار لاندې دی یو جامع سند دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په قزاقستان کې له افغان ولسمشر سره د لیدو پرمهال د افغانستان په اړه د واشنګټن د تازه تګلارې د ستاینې ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او امنیت پر ټنګښت ټينګار کړی دی.
خو له دې مخکې د دې تګلارې پرضد اسلام اباد تند غبرګونونه درلودل.