Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خطیب او علمي لبناني شرکت له داوطلبۍ څخه پرته تړونونه ترلاسه کړي

یوه لبناني شرکت، په تېرو دوو کلونو کې د طرحې او ډیزان اوه تړونونه له داوطلبۍ څخه پرته تر لاسه کړې دي.

د پژواک خبري اژانس د یوه رپوټ له مخې، د تدارکاتو د کمېسیون د پرېکړې پربنسټ، د کابل ښاروالۍ څلور او د ښار جوړونې وزارت یو تړون، له داوطلبۍ څخه پرته دغه شرکت ورکړل شوي دي.

د دغو تړونونو ارزښت ۱۶ مېلیون ډالر یاد شوی دی.

په افغانستان کې د یوه لبناني شرکت د فعالیت پیلېدو او دغه شرکت ته د اوو لویو تړونو سپارل کېدو ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي؛ د خطیب او علمي شرکت له دوو کلنو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي د ټولګټو وزارت تخینکي مرستیال یوه خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه شرکت د ده او د رولا غني د ورور ریاض سعاده په هڅونې هېواد ته راغلی دی.

 احمد ولي شیرزي ویلي دي چې د رولا غني له ورور سره یې په پوهنتون کې پېژندل او ملګرتیایې تر اوسه دوام لري او ښاغلی ریاض سعاده د دغه شرکت کارکوونکی نه دی خو د شرکت له مسوولینو سره ښې اړیکې لري.

 شیرزي وویل:«ښايي دا«د تړونونو ترلاسه کول» د خپلو شخصي اړیکو له امله وي، خو د ټولګټو وزارت د مشرتابه له خوا داسې څه نشته.»

د ملي تدارکاتو کمېسیون د خطیب او علمي شرکت د پروسږکال په غبرګولي میاشت کې تر دې وړاندې چې خپل فعالیت پیل کړي د کابل ښاروالۍ ته ورپېژندلی دی او ویلي دي چې د کارته سخې د سړک د طراحۍ پروژه له داوطلبۍ څخه پرته دغه شرکت ته ورکړي او کابل ښاروالۍ دغه شرکت ته څلور تړونونه ورکړي دي.

 دغه شرکت له ښارجوړنې وزارت نه هم  یو لوی تړون له داوطلبۍ پرته ترلاسه کړی دی.

د ښار جوړونې وزارت ویانده نیلوفر لنګر وايي:«موږ ډېرې پیسې نه‎لرو او د خطیب شرکت د دوه نورو شرکتونو پر بنسټ چې وړاندیز کړی وه له لږ لګښت او لوړ کیفیت سره موږ ته وړاندیز کړی وه او موږ د خطیب شرکت غوره کړ.»

اوس د ملي تدارکاتو اداره وایي چې ښاروالۍ او د ښارجوړونې وزارت ته د خطیب او علمي شرکت ورپېژندل د تداکاتو د ملي کمېسیون پرېکړه وه .

په ملي تدارکاتو کې له فساد سره د مبارزې متخصص بختیار نجمان وویل:«د دوو پروژو وړاندیز چې د کابل ښاروالۍ او ښار جوړونې وزارت څخه راغلي وو، کمېسیون د هغې له منظورۍ څخه وروسته پرېکړه وکړه چې اړوندې ادارې له هغې پوهې او تخصص څخه چې په دغه شرکت کې شته، ګټه واخلي.»

د پژواک خبري آژانس د ځينې سرچینو له خولې لیکلي دي چې ټاکل شوې ده؛ درې نور تړونونه هم دغه شرکت ته ورکړل شي.

د پژواک خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، لبناني شرکت، د ولسمشر د مېرمن رولا غني په هڅونې سره افغانستان ته راغلی او تړونونه ورسره شوي دي.

شریک یي کړئ