Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په اړه د کړنلارې اعلان ته ټرمپ چمتووالی

سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، ټاکل شوې ده د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ به سبا(سې‎شنبې د زمري۳۱مه) د امریکا ویرجینا ایالت، له آرلینګټون څخه د افغانستان افغانستان په اړه د واشنګټن تګلاره اعلان کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، ټرمپ به په دې وینا کې د هغه هېواد په اړه راروانه تګلاره روښانوي چې امریکا پکې ۱۶ کلنه جګړه کې ښکېل ده.

شاوخوا اوه میاشتې وشوې چې ټرمپ له خپل د ملي امنیت له ډلې سره د افغانستان په اړه پر تګلارې بحثونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر، جیمز مټیس تېره ورځ(یک‎شنبې د زمري۲۹مه) له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وه، ولسمشر ټرمپ وروسته له ډېرو خبرو اترو او کره څېړنو د افغانستان په اړه د امریکا کړنلارې په اړه پرېکړه کړې ده.

که څه هم چې ښاغلي مټیس د دې کړنلارې په اړه جزئيات نه دي ورکړي، خو ټینګار کوي د ټرمپ ادارې وروسته له ډېرو څېړنو دا پرېکړه کړې ده.

ده وویل:«زه له دې ستراتیژیک بهیر څخه چې په کره توګه مخې ته ولاړ د ارامۍ احساس کوم. ولسمشر په دې اړه پرېکړه کړې او وايي چې دا پرېکړه به خپله اعلان کړي.»

دا په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ تېر کال د جنوري په میاشت کې کله چې یې د حکومت واګی پر لار واخیست، اعلان یې وکړ چې د افغانستان جګړې په اړه به بیا کتنه وکړي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وروسته له کره څېړنې د افغانستان په اړه د واشنګټن کړنلاره اعلان کړي

شریک یي کړئ