Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زابل کې د ماین چاودنې د ۲ملکي کسانو ژوند واخیست

د زابل سیمه‎ييز چارواکي وايي چې د سرک غاړې ماین چاودنې په پایله کې دوو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

یاد چارواکي وايي چې پېښه تېره ورځ یک‎شنبې( د زمري۸مه) شوې.

په دې پېښه کې ۳تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د زابل پولیسو څرګندوي، پېښه‎ داسې مهال رامنځته شوې ده چې د ملکي کسانو موټر د سرک غاړې له ځای پر ځای شوي ماین سره برابر شوی دی.

دوی د پېښې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ بولي.

ویل کېږي چې تر ډېره طالب وسله‎وال د افغان ځواکونو په نښه کولو په موخه پر سرکونو ماینونه ځاي پر ځای کوي، او تر ډېره یې ملکي کسان قرباني کېږي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې تر ډېره طالب وسله‎وال د افغان ځواکونو په نښه کولو په موخه پر سرکونو ماینونه ځاي پر ځای کوي، او تر ډېره یې ملکي کسان قرباني کېږي

شریک یي کړئ