د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله یو تن قومي مشر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په بر ارغچ سیمه کې نن سهار (یکشنبې د زمري۸مه)د ملکي خلکو پر يو کرولا موټر چاودنه وشوه.
د چاودنې په پایله کې قومي مشر، ملک شېرین اغا وژل شوی او د تاج محمد او لعل محمد په نومونو دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
ياده چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې یاد قومي مشر له خپلو دوو ملګرو سره د کرولا موټر په وسیله جلال اباد ښار ته روان و.
بلخوا روغتيايي د یوه ټپي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ بولي.