د حکومت اجرائيه رییس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په یوې غونډه کې پر رسنیو برید وغنده او وې ویل چې د بیان ازادي د افغانستان د خلکو یوه لاسته راوړنه ده او پر رسنیو برید د منلو وړ نه دی.
هغه زیاته کړه:«د بیان ادازي د افغانستان د خلکو له لاسته راوړنو څخه ده او پرې برید کېږي هغه هم یو ځل نه بلکې په ځلونو. او تل پرې یرغل کېږي. په داسې حال کې چې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایوو، خو په ورته وخت کې د دغه ټلوېزیون د کارکوونکو جرأت او مېړانه ستایوو چې د برید له پای ته رسېدو سره یې سم خپل نشرات بېرته پيل کړل.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې ځينو غړو پر شمشاد ټلوېزیون د برید په غبرګون کې ویلي دي چې د ترهګرو دغه کار یو بشري جنایت دی.
د ولسي جرګې غړې کبرا مصطفوي په دې اړه وویل:«طالبان او داعش او نورې ترهګرۍ ډلې دیني مشروعیت نهلري. هغوی پر جوماتونو رحم نه کوي، لمونځ کوونکي، ماشومان او ښځې وژني.»
د ولسي جرګې بل غړي رمضان بشر دوست هم څرګنده کړه:«طالبان او داعش ډله د رسنیو کارکوونکي او کارګران په ډزو سره وژني خو دولت خبریالان په پنبې سره وژني.»
پر شمشاد ټلوېزیون د بریدګرو د برید په ترڅ کې یو تن وژل شوی او کابو ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.