ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې (د زمري په ۱۲ مه) وايي چې د بغلان ولایت د پلخمري ښار په شپږمه حوزه کې تراوسه هم د طالبانو د سوق ادارې اصلي مرکز شته.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ټينګار کوي چې په ډنډغوري کې به د طالبانو د پټنځایونو د لهمنځه وړلو لپاره به پوځي عملیات پیل شي.
په دغه رپوټ کې همدارنګه په بغلان کې د تاوتریخوالي په کموالي کې د قومي مشرانو ونډې ته هم یو کتنه شوې ده.
د پلخمري په ښار کې افغان امنیتي ځواکونه د دغه ښار د امنیت د ساتلو لپاره دروند مسؤولیت لري.
د پولیسو افسر خالد په دې اړه وویل:«طالبان له همدې ځایه لویه لاره ناامنه کوي او موږ د هغوی مخنیوی کوو.»
ډنډغوري ولسوالي له څلورو کلونو راهیسې د طالبانو لپاره ځانګړی ارزښت لرلی او لږ حاضر شوي چې دغه ستراتېژيکه سیمه پرېږدي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال شعورګل په دې اړه څرګنده کړه:«ټاکل شوې ده چې په نېږدې راتلونکې کې په ډنډغوري کې د ترهګرو د پټنځایونو د لهمنځه وړلو لپاره پوځي عملیات پیل شي.»
په بغلان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د قومي مشرانو رول ډېر لږ دی، خو دغه قومي مشران د حکومت پر بې پامۍ نیوکه کوي.
د قوم مشر عمراخان زمان خېل په دې اړه وویل:«چې له مشرانو سره د دولت اړیکې ډېرې کمې دي او دولت د ستونزو د حل لپاره له مشرانو سره مشوره نه کوي.»
د قوم بل مشر رجب محمد هم په ډاګه کړه:«کهچېرې حکومت د قوم مشرانو ته امتیاز ومني او مالي زمینې برابرې شي، په دغه ولایت کې به تاوتریخوالی کم شي.»