Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې درې تنه وسله‎وال ووژل شول

د بغلان ولایت سیمه‎ييز چارواکي نن(یکشنبې دغويي۳۱) وايي چې درې تنه وسله‎وال د افغان ځواکونو البرز۵ پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.

د بغلان امنیه قومندان، اکرام‎الدین سریع وايي چې وسله‎والو د ځنګله له لارې د پلخمري‎ـ‎بغلان لارې او د پوهنتونو شاوخوا یې بریدونه کول چې د خلکو د اندېشنې وړ وو.

دی زیاتوي چې عملیات لا هم د هوايي ځواکونو په ملاتړ روان دي او د وسله‎والو څو پټن‎ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

ده د عملیاتو په اړه نور جزئیات ورنکړل.

بغلان کې درې تنه وسله‎وال ووژل شول

بغلان ولایت کې درې تنه وسله‎وال د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ