Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې انګلیس مات کړ

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزو یا یو ورځنیو سیالیو په نړۍوال جام کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په هند کې د ۵۰ اوریزو سیالیو د نړۍوال جام کې په خپله درېیمه لوبه کې انګلستان ته په ۴۰٫۳ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۶۹ منډو په توپیر ماتې وروکړه.

د لوبې پچه د انګلیس ملي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې ۴۹٫۵ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ۲۸۵ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د افغانستان د کرېکټ لوبغاړي ښه وځلېدل او د انګلستان ټول لوبغاړي یې د لوبې په ۴۰٫۳ اور کې وسوځول او بریا یې خپله کړه.

د توپ اچونې په برخه کې د هېواد لپاره راشد خان او مجیب ځدراڼ درې درې ویکتې او محمد نبي عیسی خېل دوه او فضل الحق فاروقي او نوین الحق هم یوه یوه ویکټې ترلاسه کړې دي.

د کرېکټ نړۍوال سیالۍ د هند په کوربتوب د افغانستان په ګډون د لسو هېوادونو ترمنځ د هند په بېلابېلو ښارونو کې د روان زیږدیز کال د اکټوبر له پنځمې نېټې پېل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه