Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګیال خروټی: په نړۍوالو سیالیو کې لوبېدل مې هیله ده

 د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی، ننګیال خروټی هڅه کوي چې د ۲۰۲۴ نړۍوال جام سیالیو ته ځان ورسوي.

دغه ملي لوبغاړی چې شل کلن دی او په ۹ کلنۍ کې یې کرېکټ پیل کړی، وايي هڅه کوي چې هېواد ته ښې لاسته راوړنې راوړي.

د دغه لوبغاړي په وينا، لومړى يې د بغلان ولايت د کرېکټ په لوبډلو کې لوبه وکړه او بيا د کابل په شپږیزې ليګ کې شامل شو، چې هلته يې په شپږيزه ليګ کې په ځلېدو سره د تر ټولو ځوان لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

ننګیال خروټي طلوع نیوز ته وویل: "که زه د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام سیالیو ته غوره شم که نه شم، خپلو هڅو ته به دوام ورکوم او موخه مې دا ده چې په کورنیو او نړۍوالو لوبو کې ښه لوبه و کړم او غوره کېدل یا نه کېدل د ژوند یوه برخه ده."

ننګيال په شپږیزې ليګ کې له پرله پسې برياو وروسته د "فرسټ کلاس" لوبډلو د "الف" سياليو او کورنيو يو ورځنيو او شل اووريزو سياليو کې لوبېدلی او د کورني کرېکټ يو له ستورو وپېژندل شو.

ښاغلي خروټي په ۲۰۲۴ نړۍوالو سیالیو کې د ایرلینډ خلاف څلور ویکټې واخیستې.

ننګیال خروټي زیاته کړه: کرېکټ هغه لوبه ده، چې که ډېره هڅه او هاند وکړئ، یو مقام ته رسېږئ او کله چې ښه مقام ته ورسیږئ، نو مینه وال مو زیاتېږي او باید لا زیاتې هڅې وکړئ."

ننګیال خروټي د بست لوبډلې په ګډون د قوشتېپې په ملي جام کې چې د پنځو لوبډلو ترمنځ د کابل په کوربه توب به د روژې له میاشتې وروسته پیل شي، چمتووالی نیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه