افغان جودو کار توفیق بخشي وروسته له ۱۴ کلونو د ملي لوبډلې کميس سره د المپیک لوبو ته روان شو هغه هیله چې تل یې ترلوده تر څو د افغانستان په استازېتوب په دغو نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.
۳۱ کلن توفیق تر اوسه پورې د سویلي آسیا په لوبو کې ۱۰ د سرو زرو، سپینو او برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
د هېواد دغه پیاوړی لوبغاړی اوس مهال د روان زیږدیز کال په المپیک لوبو کې د افغانستان بیرغ پورته کولو په موخه برازیل ته تلی دی.
ده له ماشومتو څخه رزمي سپورټونو سره لېوالتیا درلوده او په پای کې د جودو نړۍ ته راغی او د دغې برخې له روزونکو فرهاد حضرتي او ذکریا اسدي تر څار لاندې یې روزنه ولیده.ة
توفیق له ۱۴ کلونو راهیسي د ملي لوبدلې غړی دی.
ده د ملي لوبډلې په جوړښت کې برازیل، ټایلند، قزاقستان، ایران، بنګله دیش، نیپال، تاجیکستان، ازبیکستان، کویټ او ابوظبي کې لوبې کړې دي.
ده د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په المپیک لوبو کې د غښتلي شتون لپاره په خپلو شخصی پیسو تاجکستان کې یوه میاشت تمرین ترسره کړ او اوس په برازیل کې د خپلو سیالانو پر وړاندې ولاړ دی او په دې لوبو کې د ۹۰ کیلو ګرامه وزن په درلودو سره د افغانستان په استازيتوب لوبه وکړي.
دی له یوه کال راهیسي د افغانستان د جودو په لوبډله کې د روزونکي دنده لري خپله ۱۴ کلنه تجربه له نورو ملي لوبغاړو سره شریکوي.
د راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه