د پاکستان په بلوچستان ایالت کې امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ایالت په جل مګسي سیمه کې پر یوه زیارت د ځانمرګي برید په پایله کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي او په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې، په بلوچستان کې چارواکي وايي چې ځانمرګي غوښتل ځان دننه زیارت ته ورسوي، خو له هغې وروسته چې د پولیسو له خوا وپېژندل شو ځان ته یې چاودنه ورکړه.
ځايي حکومت د دغه ایالت په ټولو روغتونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له ۲۰۰۷ زیږدیز کال راهیسې د پاکستان د طالبانو له تحریک او نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي.
کهڅه هم د درې وروستیو کلونو په لړ کې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي کچې د پام وړ کموالی موندلی، خو بیا هم ترهګرۍ ډلې چې د دغه هېواد په قبایلي سیمو کې فعالیت لري په ځانمرګو بریدونو او چاودنو لاس پورې کوي.