د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د شمالي کوریا له خوا د توغندويي بریدونو د پروګرامونو له کبله، پر دغه هېواد تازه او لا سخت بندیزونه ولګول.
له شمالي کوریا نه پر وارداتو د بندیز او دغه راز په دې هېواد کې د پانګونې محدودولو پریکړه لیک په زیاتو رایو سره تصویب شو.
دا بندیزونو دې هېواد ته د هغو صادارتو په ګډون دي چې ارزښت یې یو میلیارډ ډالره وي.
د شمالي کوریا واردات تېر کال درې میلیارډه ډالر وو.
سویلي کوریا دا بندیزونو اغیزمن بولي.
په ملګرو ملتونو کې د سویلي کوریا استازي، جوتای یول وویل:«موږ باور لرو چې دا بندیزونو به د شمالي کوریا توان د ټولیزو وژنو وسلو تولید لپاره کم کړي.»
چین او روسیې هم پر شمالي کوریا د تازه بندیزونو لګولو نه ملاتړ کړی.
همداراز د چین استازي، لیو جیي زیاته کړه:«چین د شمالي کوریا د توغندیو ازمویلو سره چې د امنیت شورا پرېکړهلیک خلاف دی، مخالف دی. چین تل د کوریا ټاپووزمې له هستوي وسلو تشوالي ټینګار کړی دی.»
پیونګ یانګ په تېره میلادي میاشت کې، د لویې وچې ویشتونکي دوه توغندي وازمویل او ادعا یې وکړه، چې اوس کولی شي امریکا هم په نښه کړي.
د شمالي کوریا لخوا د توغندیو ازمویل د جاپان، سویلي کوریا او امریکا متحده ایالاتونو سختو غبرګونو سره مخامخ وو.
د امریکا متحده ایالاتونو استازې، نیکي هېلې زیاته کړې ده:«مخکې له دې مې هم اشاره و کړه چې چین د شمالي کوریا په مساله کې مهمه ونډه درلوده او له همدې امله یې په پرېکړه کې یې له همکارۍ مننه کوم. د امنیت شورا ښه کار کړی دی، خو د امنیت شورا ټول غړي هېوادونه باید پر شمالي کوریا فشارونه زیات کړي.»
له بلې خوا د جاپان لومړی وزیر، شینزاوبې د نړۍ له هېواونو نه غواړي چې نړۍ دې د اتومي وسله نه تشه کړي.
شینزاوبې د هیروشیما پر ښار د لومړني اتوم بم د کارونې د دوه اویایمې کلیزې په یاد غونډه کې، د اتومي وسلو پر شته والي نیوکه کړې وه.
د امریکا متحده ایالتونو، د ۱۹۴۵ م کال د اګېست پر شپږمه، د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې، د جاپان پر هیروشیما ښار اتومي بم وکاراوه، چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۴۰ زره کسان ووژل شول.
پیونګ یانګ په تېره میلادي میاشت کې، د لویې وچې ویشتونکي دوه توغندي وازمویل او ادعا یې وکړه، چې اوس کولی شي امریکا هم په نښه کړي.