وروسته له دې چې په شمالي کوریا کې د زلزلې راپورونو خپاره شول، جاپان تائیدوي چې شمالي کوریا هستوي وسله ازمویلې ده.
مخکې له دې امریکا متحده ایالاتونو ویلي وه چې د شمالي کوریا په شمال ختیځ کې۶،۳ ریښتر په اندازه زلزله شوې او ښایې د یوې هستوي ازموینې له کبله رامنځته شوې وې.
په سیمه کې له لومړۍ زلزلې دوهمه هم رامنځته شوې ده.
وروسته له دې پېښې د سویلي کوریا ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته وکړه.
په شمالي کوریا کې د رامنځته شوې زلزلې څو ساعته وروسته د دې هېواد ټلویزیون د خپل مشر، کیم جونګ اون انځورونه خپاره کړل چې له یوه لوی بم سره یې ښکاره کوي.
په دې وروستیو کې شمالي کوریا یو شمېر د توغندیو ازمویښتونه ترسره کړل چې د امریکا متحده ایالاتونو، سویلي کوریا او یو شمېر نورو هېوادونو له غبرګون سره مخامخ شوي دي.
د یاد هېواد توغندیز ازمویښتونو له امله ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا بندیزونه هم ولګول.