د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، نواز شریف له خپلو پلویانو غواړي چې نوموړی بیا واک ته ورسوي او د راتلونکي کال په پارلماني ټاکنو کې له ده څخه ملاتړ وکړي.
ده خپلو پلویانو ته ویلي دي چې دې ټاکنو کې ورته رایه ورکړي.
نواز شریف د پاکستان پنجاب ایالت په ګجرات سیمه کې خپلو زرګونو تنو پلویانو ته د وینا په ترڅ کې دا خبرې کړې دي.
ده د خپلې وینا په ترڅ کې څرګنده کړه:«آیا تاسو له یوه بېګناه کس څخه چې هېڅکله یې هم په فساد کې لاس نه درلود، کله یې هم خیانت نه دی کړی، ملاتړ وکړئ؟ آیا د داسې کس ګوښه کول د منلو وړ ده؟ که د منلو وړ نه ده، آیا ماته به رایه راکړئ؟»
هغه خپلو پلویانو سره یو شمېر ژمنې هم وکړې.
ښاغلي شریف وویل:«شپه او ورځ مې کار وکړ تر څو د برېښنا ستونزه هواره شي. او د برېښنا پرچاوې ستونزه به تر راتلونکې کاله پورې هواره شي.»
نواز شریف وروسته له ګوښه کېدو د پنجاب بېلابېلو سیمو ته سفر کړی دی.
ټاکل شوې ده چې هغه به سبا یکشنبې( د زمري۲۲مه) لاهور کې چې د ځواک مرکز یې هم بلل کېږي، خپل سفر پایته ورسوي.
نواز شریف څو اوونۍ مخکې د مالي فساد په تور د پاکستان د سترې محکمې لخوا له دندې ګوښه شو.