د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف وایي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه کیدو باور لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به شته کړکېچ هوار شي او اړیکې به ښې شي.
نوموړی زیاتوي څه موده مخکې یې چې له ولسمشر غني سره د قزاقستان په آستانه ښار کې ولیدل، د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کېدو ته هیلهمن شوی دی.
نوازشریف د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره د پریکړو پر عملي کیدو ټینګار کوي.
د نوموړي په وینا، د کابل او اسلام آباد دوه اړخیزې پریکړې د ترلاس نیولو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې، چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره منځګړیتوب پیل کړی دی.