د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ مرستیال، مایک پنس ګواښ کوي چې ټرمپ خپلو دښمنانو ته د برید په موخه خپله توره چمتو ساتلې ده.
نوموړی چې اوسمهال په جاپان کې دی شمالي کوریا ته وايی چې د ډونالډ ټرمپ هوډ دې نه ازمايي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځي کښتیو کاروان چې د امریکا ولسمشر په سپارښتنه د کوریا ټاپو وزمې پر لور روان وو، د خپل تګ لارې خلاف تلی دی.
د امریکا ولسمشر مرستیال د "یو اساس رونالډ ریګن" کښتۍ کې له سرتېرو سره پر دښمنانو د امریکا د برید چمووالي خبر ورکوي.
ده زیاتوي:"امریکا به تل د سولې هڅه وکړي؛ خو د ټرمپ تر ادارې لاندې تل د دفاع په موخه زموږ تورې چمتو دي."
پنس وايي چې که شمالي کوریا په امریکا او ملګرو یې برید وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
دی په افغانستان کې د امریکا لخوا پر داعشیان وروستی برید د ټرمپ د هوډ غوڅوالی بولي.
د امریکا ولسمشر مرستیال زیاتوي:"په تېرو دوو اوونیو کې نړیوالو د ولسمشر پرېکنده هوډ په افغانستان او سوریه کې لیدلی دی. ښه ده چې له جاپان او زموږ د آزادیو لپاره د امریکا او زموږ د متحدینو پوځي توان ونه ازمايي."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ لفظې شخړې زیاتې شوې، دواړه هېوادونه وايي چې که برید پرې وشي نو سخت ځواب به ووايي.
له بلې خوالویدیځوالو رسنیو ویلي دي چې د "یو اس اس کارل وینسن" کښتۍ د ټرمپ په سپارښتنه باید کوریا ټاپو وزمې ته تلې وی، د دې لارې خلاف تلې او لامل یې نه دی څرګند.
په دې اړه مو اندونه