Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو مهال‎وېش د غوايي په لومړنۍ نېټه اعلانېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وایي، د ولسې جرګې او ولسوالیو  شوراګانو د ټاکنو مهال‎وېش جوړ شوی او د غوايي په لومړۍ نېټه به اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال‎وېش پر بنسټ د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه به د رایی ورکوونکو مرکزونو نوملړ پای ته ورسېږي.

د رایی ورکوونکو د پاڼو چاپ او چمتو کېدل، به د زمري میاشتې په پنځمه نېټه پيل شي او د وږي میاشتې په نهمه نېټه به پای ومومي.

د زمري له ۲۴مې د وږي تر ۱۵مې پورې کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره بنسټيز توکي په پام کې نیول شوي دي.

د ټاکنوخپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د ټاکنو د خپلواک کمېسیو مهال‎وېش چمتو کړی دا مهال‎وېش د غوايي په لومړنۍ نېټه اعلانېږي.»

د دغه مهال‎وېش له مخې د ولسي جرګې د ټاکنو نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه د تلې له شپږمې نېټې به پيل او د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه پای ومومي.

دغه راز، د میزان یا تلې میاشتې له ۱۱مې تر ۲۵مې نېټې پورې به د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نوماندانو د کمپاین موده ټاکل شوې ده.

 د بنسټیزو ټاکنیزو توکو لېږد به د وږي میاشتې په ۲۹ نېټې پيل او تر ۱۵ ورځو به دوام ولري.

د میزان میاشتې له ۱۴مې تر ۲۷مې نېټې پورې د رایی ورکوونکو مرکزونو ته د بنسټیزو توکو د لېږد موده ټاکل شوې ده.

د تلې میاشتې ۲۶مه او ۲۷مه د ټاکنو د نوماندانو د کمپاین د بندېدو او د رایی صندقونو ته د رایی ورکوونکو پوره چمتوکېدل دي او دغه راز، د تلې  ۲۸ مه به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ورځ وو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه مهال‎وېش له مخې د ټاکنو له ترسره کېدو، تر یوې راتلوونکې میاشتې پورې، د دغو ټاکنو رایې به راغونډې شي. له هغې وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د لړم په ۲۸ مه نېټه ټاکنیزو شکایتونو ته به رسېدنه پیل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون به د مرغومې میاشتې په ۵ مه نېټه د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې او د سلواغې  په ۱۵مه نېټه د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه به اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وايي چې د ټاکنو د مهال وېش لومړنی طرحه چمتو شوې او خو تراوسه وروستۍ شوې نه ده.

شریک یي کړئ