Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې ۴۴۶ ښوونځي ودانۍ نه لري

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست وايي په دې ولایت کې د ۹۰۲ ښوونځیو له ډلې ۴۴۶ یې ودانۍ نه لري.

په جلال اباد ښار کې د بېز اکمالاتي ښوونځی له همدې ډلې یو دی سلګونه  زده کوونکي په کې تر شنه اسمان لاندې په زده کړو بوخت دي چې په باد او باران کې بیا له زده کړو بې برخې وي.

د جلال اباد ښار اړوند په دې  بې سرپناه ښوونځي کې سلګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

که څه هم ښوونځي کې خېمې شته‎، خو بسنه نه کوي او يو شمېر ټولګي چې په کې د زده کوونکو کچه هم لوړه ده تر شنه اسمان لاندې دي چې د باد او باران پر مهال بیا ښوونځی تړلی وي.

زده کوونکی، توحید الله په دې اړه وايي«له دې خېمو سره موږ ډېر له ستونزو سره مخامخ یوو. کله لمر وي او کله هم باران. »

بل زده کوونکی، میرویس زیاتوي:‎«کله چې باران کېږي، زموږ ځای لوندېږي نو بیا زموږ ښوونځی دوه یا درې ورځې رخصت وي.‎»

بل زده کوونکې، طیبه څرګندوي:«کله چې باران کېږي زموږ ټولګي لمدېږي، بله ستونزه مو دا ده چې تشناب نه لرو، د اوبو رسولو سیستم نه لرو، د څښاک اوبه نه لرو، باید چې زموږ ستونزې هوارې شي.‎»

د یاد ښوونځي ښوونکي په وار وار پوهنې ریاست او اړونده ادارو ته عارض شوي؛ خو لا یې هم څوک پاڼه نه اړوي.

ښوونکی، محمد اسلم څرګندوي:«د سرک پر غاړه یوو، زده کوونکي نه شي کولی، سم درس ووايي، زموږ ستونزه دا ده چې د یوې خېمې لاندې له یوه نیولي آن تر درېیوو ټولګیو ته درس ورکوو.»

سرمعلم، عبیدالله فولاد وايي:«هغه ټولګي چې یوه ښوونځي ته په کار دي، دلته یې نه لرو.»

په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي خبر ورکوي چې سږ کال به د دوه سوه ښوونځیو لپاره په دې ولایت کې سرپناوې جوړې شي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند، آصف شینواری وايي:«د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست ۹۰۲ ښوونځي لري چې له ډلې یې ۴۴۶ یې ودانۍ نه لري او یا هم د زده کوونکو لپاره بسنه نه کوي، د ولسمشر د هدایت له مخې چې په ۱۳۹۸ کال کې هېواد کې ۲۰۰۰ ښوونځي جوړېږي، له ډله به یې ۲۰۸ یې ننګرهار کې جوړ شي.»

ننګرهار کې یو مېلیون زده کوونکي په نهه سوه ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۴۶۴ ښوونځي ودانۍ نه لري.

nangrahar

ننګرهار کې ۴۴۶ ښوونځي ودانۍ نه لري

د جلال اباد ښار اړوند د بېز اکمالاتي بې سرپناه ښوونځي کې سلګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي

شریک یي کړئ