تورن افغان کډوال د جمعې پر ورځ وروسته له هغې نیول شوی چې د نوموړي ډي.اِن.اِې د پېښې په سیمه کې موندل شوې او امنیتي کامرو هم د هغه انځورونه اخیستي.
ویل کېږې چې تورن تر اوسه د څېړونو پرمهال د تورونو په اړه څه نه دي ویلي. دی پّ ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې جرمني ته راغلی او له یوې کورنۍ سره ژوند کوي.
قرباني جلۍ د اکټوبر په ۱۶مه کله چې له یوه محفل څخه کور ته روانه وه، ورکه شوې او پر همغه ورځ یې مړۍ په سیند کې موندل شوی.
د عدلي راپور ښیې چې یاد جلۍ د ډوبېدو له امله سا ورکړې ده.
چارواکو ویلي دي چې تر اوسه پورې د جلۍ او تورن ترمنځ کومه شخصي اړیکه نه ده موندل شوې.
دې تورن کس نیول کېدل په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه له ځانه سره درلودل او یو شمېر کسانو د آلمان لومړۍ وزیرې، انګلامېرکل څخه مننه کړې ده.
نوموړې د کډوالو پر مخ پرانیستو لارو له امله تر نیوکو لاندې وه، خو په دې وروستیو کې یې هڅه وکړه چې د کډوالو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې آلمان په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې ۸۹۰۰۰۰ د کډوالو غوښتنې ترلاسه کړې او په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ تر هوکړې وروسته چې د کډوالو مخه یې نیوله، دا غوښتنې ۲۱۳۰۰۰ ته ورسېدې.
آلمان ته د کډوالو ورتګ د عامو خلکو غصه هم پارولې وه.
تېرې میاشتې په ترڅ کې د آلمان پولیسو په یوه پنډغالي کې پر ایرانۍ ماشومې د جنسي په تور اوه افغان کډوالو نیولي وو.
په دې اړه مو اندونه