Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه کې د ژویو او الوتونکو پر ښکار بنډیز ولګېد

د فراه ولایت د حج او اوقافو ریاست چارواکي وایي چې د دیني عالمانو په مرسته د دغه ولایت له اوسېدونکو غوښتل شوي چې د ژویو او الوتونکو له ښکاره ډډه وکړي.

د فراه د حج او اوقافو رییس غلام محمد روحاني وايي:«دیني عالمانو ته له خطبې سره دا زمیمه شوي چې ټولو هېوادوالو ته ورسوي چې ښکار بند دی.»

فراه کې پر ښکار کولو بنډیز د دغه ولایت د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

د فراه اوسېدونکی داوود وویل:«موږ خوشحاله یوو چې د ژویو ښکار بند شوی ژوي هم ګناه لري.»

د فراه بل اوسېدونکی عبدالجبار هم څرګندوي:«ښکار ښه کار نه دی حکم واخیستل شي، دا ډول نه دی چې هر څوک په خپل زړه ولاړ شي او ښکار وکړي او دغه الوتکي ښکار کړي.»

په همدې حال د قطر هېواد یو مرستندویه بنسټ فراه کې له ځینو ژویو او الوتونکو نسل ګیري کوي او بېرته یې خوشي کوي.

د دغه بنسټ مسوولین وایي، له دې کاره یې موخه د ځینو حیواناتو او الوتونکو د نسل ژوندي ساتل دي.

د قطر الغرافه بنسټ ویترنر فضل احمد وايي:«دوی کولای شي هغه نسلونه چې د له منځه تلو په حال کې دي بېره دښتې ته ستانه کړي زموږ فوکس (تمرکز) پر همدې دی، پر بچیانو دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د فراه اوسېدونکي له کلونو راهیسې دغه ولایت کې د ځینو ژویو او الوتونکو د ښکار په اړه اندېښمن وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه