د بوټونو تولیدونکو ټولنه وايي، په هېواد کې د بوټونو د جوړولو صنعت له ځوړ سره مخ دی او د بوټونو د تولید ۶۵۰ کارخونو له ډلې څه باندې نیمايي تړل شوې دي.
د دې ټولنې رییس ټینګار کوي چې صنعت او سوداګرۍ وزارت ته یې د بوټانو د تولید د صنعت د ودې لپاره یوه طرحه هم سپارلې، خو تر اوسه عملي شوې نه ده.
د بوټانو تولیدکوونکو ټولنې رییس محمد اصف جامي وايي: «له بده مرغه د خفیفه صنایعو په یوې څانګه کې تړل شوې ده، زموږ ټول وړاندیزونه په همدې طرحه کې رانغښتل شوي دي.»
بلخوا پنځه پنځوس کلن محمد یوسف چې له اووه کلونو راهیسې د بوټانو کارخونه لري، وايي، پنځلسو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
محمد یوسف زیاتوي، په تېرو اوو کلونو کې یې د بېلابېلو لاملونو له امله په وقفهیي ډول کار دریدلی، خو د کورني بازار له ځوړ سربېره یې خپل کار ته دوام ورکړی دی.
د کارخونې څښتن محمد یوسف وايي: «بازار د تېر په څېر ښه نهدی، تر څو پورې چې د خلکو غوښتنه نهوي، خلکو ته نه وړاندې کېږي.»
د بوټونو یو شمېر پلورونکي بیا د وطني بوټانو د تولید د بازار له پیکه کېدو هم شکایت لري او له خلکو غواړي چې په کور دننه د کارخونو د څښتنانو او کارګرو د ملاتړ په موخه دې د بهرني تولید بوټانو پر ځای له کورني تولیده استفاده وکړي.
بوټ پلورونکی یونس وايي: «زموږ غوښتنه همدا ده، هغوی چې له بهره تولیدات راوړي، لږ دې کم شي او پر ځای یې د خپل هېواد تولیدات وپلورل شي.»
بوټ پلورونکی عبدالحمید زیاتوي: «مخکې خلک هېوادپاله و، ټولو خپل کورني تولیدات خوښول، هر څه چې به و، همغه یې منل، خو اوس ټولو بهرنیو تولیداتو ته مخه کړې ده.»
د اسلامي امارت مسوولانو تل د بېلابېلو کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټينګار کړی او همداراز یې له صنعتکارانو او تولیدونکو غوښتي چې خپل تولیدات په معیاري بڼه او لوړ کیفیت بازار ته وړاندې کړي.
د بوټانو د تولیدونکو ټولنې د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې د بوټانو د تولید شاوخوا ۳۰۰ کارخونې شته او ډېری یې په کابل، هرات او مزار شریف کې دي.
په دې اړه مو اندونه