د «ښځو اقتصادي مشارکت سیمه ییزه ناسته» د افغانستان په محوریت پرون د افغانستان امریکايي پوهنتون کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د اقتصاد وزیر مصطفي مستور وايي، په هېواد کې د ۱۵.۷ مېلیونه بشري ځواک له ډلې ۸.۵ مېلیونه یې له اقتصادي پلوه غیرفعاله دي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ښځې دي.
د اقتصاد وزیر مصطفي مستور څرګنده کړه:«موږ په تېره یوه لسیزه کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا کې کم پرمختګ درلود. موږ په دې برخه کې ډېرې پروژې او پروګرامونه درلودل چې د ښځو پر اقتصادي پیاوړیتا او ګمارنې متمرکز وو. خو له دغو پروژو کمې یې بریالۍ وې.»
په همدې حال کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه وايي، په تېرو اولسو کالو کې د ښځو د ستونزو د حل لپاره بنسټیز پروګرامونه چې وکړای شي په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو رول ډېر کړي نه دي عملي شوي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه منیژه وافق په دې اړه وویل:«اوس هغه وخت دی چې موږ اوږدمهاله او اساسي پروګرامونه عملي کړو څو د دې پروګرامونو پر بنسټ ښځې په خپله د هېواد په اقتصادي فعالیتونو کې ډېر رول ترسره کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون رییس وايي، له ۲۰۰۱ ز کال وروسته د امریکا یو مهم پروګرام په افغانستان کې د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا راڅرخېده او په دې برخه کې پرمختګونه شتون لري.
د افغانستان امریکايي بانک عمومي رییس کنیت هالنډ وویل:«څنګه چې تاسو پوهېږئ د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې ښوونځیو ته نه تللې، ښځې بهر ته د دندو په موخه نه شوای تللای، امریکا او نړیوالې ټولنې دغه شرایط په بنسټیزه توګه بدل کړل. اوسمهال زرګونه نجونې ښوونځیو ته ځي او زده کړې کوي او زرګونه ښځې له کوره بهیر کار کوي.»
د ښځو اقتصادي مشارکت سیمهییز دوه ورځنۍ غونډه د هند، بنګلهدېش، سینګاپور، پاکستان او امریکا د کارپوهانو او څېړونکو په ګډون جوړه شوې ده.