Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزه کې لوږه؛ فلسطینيان الوتکو ته شېبې شمېري چې روژه ماته کړي

د غزې اوسېدونکي وایي د یو وخت خوړو ترلاسه کولو لپاره له خپلو ماشومانو سره په ساعتونو انتظار کوي چې څه وخت به له الوتکې دوی ته بشري مرستې را غورځیږي.

فلسطیني وګړي چې د جګړو له امله بې کوره شوي دي په روژې میاشت کې هم د روژه ماتي لپاره څه نه لري.

د غزې اوسېدنکي احمد تفش و ویل: « موږ نن سهار دوه ځلې هڅه وکړه چې خواړه ترلاسه کړو، خو هېڅ ګټه یې و نه کړه. روژه ماتې ته هم ډېر وخت نه دی پاتې. هیله ده وکولی شم لږ تر لږه یو قوطۍ لوبیا لاسته راوړم.»

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویاند جیمز الدر ویلي، ټاکل شوې په نږدې ورځو کې غزې ته د بشري مرستو بله جوپه هم واستول شي.

هغه و ویل: «زه یوه اونۍ کیږي چې غزې ته راغلی یم، د بشري مرستو سلګونه لارۍ دغو بېوزله خلکو ته د رسېدو شېبې شمېري خو د پولې ناسم لور ته د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو موسسو سلګونه لارۍ دې ته انتظار کاږي چې غزې ته د ننه شي.»

د مالوماتو لمخې، سیمه کې د جګړو د پیل راهیسې تر دې دمه د غزې څه باندې اتیا سلنه اوسېدونکي بې کوره شوي چې ډېری بې ځایه شوي ښځي او ماشومان دي.

له دې سره سم، په اردن او یمن کې زرګونه خلکو په تازه لاریونونو کې غزه کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده.

یمن کې لاریونکوونکي، یحیی نشوان و ویل: « موږ د هغو خلکو لپاره د باندې راوتلي یو چې بې کوره شوي دي او ماشومان یې بې ګناه وژل شوي دي ځکه ټول فلسطینیان عرب دي.»

بل لاریونکوونکي مراد الغدیله و ویل: « د اردن خلکو دا روحیه دا څرګندوي چې موږ به د فلسطین او غزې خلک یوازې پرېنږدو او ناهیلي به یې نه کړو. دا ملت به تل د فلسطین خلکو ترڅنګ دریږي او د هغو دفاع لپاره به خپل غږ پورته کوي.»

اوس اوس، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حماس سره د خبرو د نوي پړاو سره هوکړه کړې او ټاکل شوې چې دا خبرې په نږدې راتلونکې کې په دوحه او مصر کې پیل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه