Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غزې پر تړانګې د اسراییل پر تازه بریدونو کې ۸۲ فلسطینیان وژل شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د غزې پر تړانګې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۲ فلسطینیان وژل شوي او ۹۸ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پېله تراوسه ۳۲ زره او ۷۰۵ فلسطینیان وژل شوي او ۷۵ زره او ۱۹۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې تړانګې اوسېدونکی ابراهیم معمر په دې هکله وايي:«دغه ودانۍ د څه باندې ۵۰ تنو یعنې د ماشومانو په ګډون د څلورو یا هم پنځو کورنیو کوربه وه. ناڅاپه او له کوم خبرداري پرته، د دغې څلور پوړیزې ودانۍ پر لور توغندی وتوغول شو. څه باندې ۱۹ تنه چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي شهیدان شول. د شهیدانو په منځ کې هغه نوزیږي هم وو چې شپږ یا هم د اوو میاشتو وو.»

له دې سره هم‌مهاله د اسراییل ځواکونو اعلان کړی چې د حماس پر مورچلو او پوځي اډو یې خپل بریدونه پراخ کړي دي.

ورته مهال د غزې تړانګې ځينې اوسېدونکي اسراییل پر عام وژنې او د فلسطین د ولسي وګړو پر وژلو تورنوي او زیاتوي چې د ژوند له ستونزمن حالت سره مخ دي.

د غزې تړانګې اوسېدونکی نفیض ماهاني وویل:«زه پر هغو پیسو چې د خپل کور د توکو له پلوره یې تر لاسه کوم، د خوړو د پېرلو لپاره یې لګوم؛ خو لاهم بسنه نه‌کوي. موږ له مالي او جسمي پلوه ستومانه شوي یو. زما وزن له ۷۰ کیلوګرامو ۵۰ کیلو ګرامو ته راټیټ شوی دی.»

په دې وروستیو کې ډېریو نړۍوالو سازمانونو د بېلابېلو خبرپاڼو له خپرولو سره، په غزه کې د بیړني اوربند او د دغه ښار اوسېدونکو ته د بشري مرستو د لېږد غوښتنه کړې ده.

قطري رسنیو هم راپور ورکړی چې نن د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو د ازادېدو په منظور په دغه هېواد کې د مذاکراتو نوی پېر پېل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه