Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سعودي عربستان کې ښځو د موټر چلونې اجازه ترلاسه کړه

سعودي عربستان تېره شپه(شنبې د چنګاښ۲مه) په قانوني توګه ښځو ته اجازه ورکړه چې موټر وچلوي او دا بندیځ لیري شو.

د دې بندیز له لیري کېدو سره لسګونه ښځې سرکونو ته راووتې او غوښتل یې چې د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې د موټر چلول تجربه کړي.

دا ښځې ډېرې لیواله دي چې موټر وچلوي او وايي چې په دې هېواد کې د لا ډېرو نورو بدلونونو په تمه هم دي.

د سعودي عربستان اوسېدونکې، سماح القصیبي وايي:«نن یوه تاریخې ښایسته ورځ ده. موږ خوشاله یوو چې موټر چلول مو پیل کړل. پرون او نن ډېر توپير لري. نن موټر چلوم او پرون مې دا اجازه نه درلوده.»

هلا ابجندان زیاتوي:«صادقانه وایم چې دا یوه تاریخي ورځ ده. زموږ لپاره د موټر چلول یو خوب وه. د سلمان پادشاه او شهزاده بن سلمان څخه مننه کوو. هېچا هم باور نه کاوه چې دا ورځ به ورسیږي، خو ورسېده. ډېر خلک بازارونو ته راووتل او خوښې څرګنده کړه.»

په وروستیو اوونیو کې د موټر چلولو زده‎کړې مرکزونو کې د ښځو شتون پراخ شوی دی.

دې ښځو هڅه کوله چې د موټر چلولو قانوني کېدو سره دوی د موټر چلولو جواز واخلي.

د سعودې عربستان اوسېدونکې، مجدولین العتیق څرګندوي:«ډېره عجیبه ده، ډېره خوشاله یم، دا سې کلمه نشته چې زه خپل احساسات بیان کړم، ویاړم چې اوس موټر چلوم.»

همداراز حصه العجاجي زیاتوي:«مخکې به د موټر په شا څوکۍ کې کیناستم او ټولې نښو باندې پوهېدم، اوس خپله موټر چلوم او پوهېږم چې چېرې ودرېږم او چېرې لاړه شم.»

په همدې حال کې د عربستان نامتو شهزادګي، ولید بن طلال هم دا ورځ د خپلې کورنۍ سره ولمانځله او د خپلې مېرمن په داسې حال کې ناست وه چې هغې موټر چلولو.

ده وویل:«مور مو مخکې له عربستان څخه بهر موټر چلولی وه، او دا لومړی ځل وه چې عربستان کې یې چلوي. اوس عربستان ۲۱ مې پېړۍ ته د ننه شوی دی.»

خو سعودي عربستان کې مېرمنې د ډېرو بدلونونو غوښتونکې دي.

د دې هېواد اوسېدونکې، فوزیه الاکبر وايي:«یقینآ چې سرپرستي به هم ملغا شي. دا لړۍ دوام لري. ډېر څه دي چې زموږ په ټولنه کې بدل شي. هره ورځ د ښځو په ملاتړ قوانین راځي.»

خو د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان په کار راتلو سره پر مېرمنو یو شمېر محدودیتونه لیري شوې دي.
 
د عربستان نامتو شهزادګي، ولید بن طلال هم دا ورځ د خپلې کورنۍ سره ولمانځله او د خپلې مېرمن په داسې حال کې ناست وه چې هغې موټر چلولو

شریک یي کړئ