Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملالۍ میوند کورنۍ: د ملالۍ د وژونکو اعترافونه دې خپاره شي

په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون وژل شوې چلوونکې او ویاندې ملالۍ میوند کورنۍ وايي د هغو کسانو په اړه چې نیول شوي دي شک لري.

د ملالۍ میوند پلار او ورور نیوکه کوي چې د څو ورځو له تېرېدو سره، د نیول شویو کسانو اعترافونه خپاره شوي نه دي.

هغوی وايي حکومت دې دوی ته داسې شواهد وروښیي چې د هغې د قتل په تور د نیول شوي کسان ګواکې اصلي بریدګردي. 

د وژل شوې خبریالي ملالۍ میوند پلار ګل ملا وايي:«زه ډاډه نه یم؛ څه ووایم خو دا شونې ده چې والي صاحب او نورو چارواکو ځينې کارونه کړي وي چې د خلکو احساسات کابو کړي.»

ملالۍ میوند ورور حماد وویل:«د ملالۍ د وژلو په تور دوه تنه نیول شوي دي، خو موږ د هغوی په اړه ډاډه نه یوو. اوس چې د هغوی له نیولو درې ورځې تېرېږي، تراوسه د هغوی اعترافونه په خواله رسنیو کې خپاره شوي نه دي.»

بلخوا د ننګرهار والي وايي د امنیتي ځواکونو له خوا د ملالۍ میوند د قتل په تور د نیول شویو کسانو په اړه به ډېر ژر له خلکو سره خپلې موندنې شریکې کړي.  

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ لومړنۍ موندنې ښیي چې طالبان د داعش تر نامه لاندې بریدونه کوي؛ ځکه چې د هغوی لپاره یې زمینه برابره کړې ده.»
 
د ستراتژیکو او عامه اړیکو په اړه د ولسمشر سلاکار وحید عمر هم زیاته کړه:«د ملالۍ میوند وژنکي چې د افغانستان حکومت لپاره د هغوی نیول ډېر مهم دي... - په هماغه ورځ ونیول شول.»

د ننګرهار د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولان او خبریالان وايي حکومت دې د خبریالانو امنیت ته پام وکړي او که چېرې قاتلین نیول شوي وي نو په علني توګه دې محاکمه شي.
 
د ننګرهار د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول شېرشاه همدرد وویل:«موږ هیله لرو چې وژونکي په واقعي توګه ونیول شي. په دغې پېښه کې چې هرڅوک لاس ولري هم ونیول شي.»
 
د تېرې پنجنشنبې پر سهار جلال اباد ښار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون پر ژور نالستې ملالۍ میوند او د هغې پر موټړ چلوونکي داسې مهال برید وشو چې کاري دفتر ته روان وو. 

داپه داسې حال کې ده چې په تېرې یوه میاشت کې لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. 

شریک یي کړئ