د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو پلاوو په مسکو کې د حضور په دویمه ورځ د نورو هېوادونو له استازو پرته د افغانستان د سولې په اړه بحثونه کړي دي.
د طالبانو استازي ټينګار کوي چې د یوه اسلامي نظام له جوړېدو پرته، په افغانستان کې د سولې ټينګښت او دایمي اوربند به ناشونی وي.
دوی همداراز ټینګار کوي چې، راتلونکی نظام باید خلکو ته د منلو وړ وي.
خو د ملي روغې جوړې عالي شورا د ترویکا د غړو هېوادونو وروستی دریځ د افغان ولس له غوښتنو سره سم ګڼي.
امریکا، روسیې، چین او پاکستان د مسکو غونډې په پای کې په یوې ګډې اعلامیې کې وویل چې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بېرته راګرځېدو ملاتړ نه کوي.
روسیې، امریکا چین او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې وایي چې په افغانستان د اسلامي امارت له بېرته راتګه ملاتړ نه کوي.
دغو څلورو هېوادونو له ښکېلو لورو غوښتې دي چې تاوتریخوالی کم کړي او طالبان هم خپل پسرلني عملیات پېل نه کړي.
د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د ګډې اعلامیې یوه برخه
موږ د افغانستان د جګړې له ښکېلو لورو غواړو چې په هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي او له طالبانو غواړي چې خپلې پسرلنۍ جګړې ته دوام ورنه کړي څو د نورې مرګ ژوبلې مخه ونیول شي . موږ د اسلامي امارت له بېرته راستنېدو ملاتړ نه کوو او د افغانستان له اسلامي جمهوریت او د ملي روغې جوړې له عالي شورا غواړو چې د یوې حل لارې په تړاو له طالبانو سره د مذاکرې له لارې په اړېکه کې و اوسي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی، استازی ضمیرکابلوف وايي:«مهم ټکی دی دی چې ښکېل لوري درک کوي او چمتو دي چې د سولې د ټینګښت په تړاو هوکړه وکړي، اوس موږ د افغانستان له لورو سره په کوچنیو ډلو کې کار کوو څو ښکېل لوري د یو بل ښه درک کولو ته ورسېږي.»
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغه دریځ د افغانستان د خلکو د غوښتنې پر بنسټ سولې ته د رسېدو په برخه کې یو مخ پر وړاندې ګام دی.