Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د استازو خبرې اترې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (جمعه) د افغانستان او لوېدیځې اسیا لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت استازي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره د لیدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې رحیم حیات قریشي او یوشیاو یونګ په دغې لیدنه کې د یوه سوله‌ییز او ثبات لرونکي افغانستان لپاره د اسلام‌اباد او بي‌جینګ پر ژمنې ټينګار وکړ.

په سیمه کې د ثبات د رامنځته کېدو لپاره د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول او د سوله‌ییز او با ثباته سیمې لپاره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو مهم رول هغه نور مسایل دي چې په دې کتنه کې پرې بحث شوی دی.

دغه وزارت لیکلي:«دواړو لورو یوه سوله‌ییز افغانستان ته پر ژمنتیا او د سیمې د لا ټيکاو لپاره پر نورې همغږۍ ټينګار وکړ. هغوی دغه راز د یوې سوله ییزې او باثباته سیمې لپاره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر مهم رول ټینګار وکړ.»

بلخوا، اسلامي امارت په هېواد کې شته ټيکاو د ګاونډيو هېوادونو لپاره یو ښه فرصت ګڼي او له نورو هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره خپلې ډيپلوماټيکې او اقتصادي همکارۍ زیاتې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«د سیمې هېوادونه باید په دې برخه کې همکار وي، د افغانستان امنیت پر ټولې سیمې مثبتې اغېزې لري او همدارنګه د سیمې پر اقتصادي وضعیت. په ټول کې د امنیت ښه‌والی د ټولو په ګټه دی.»

بل خوا د سیاسي چارو ځینې شنوونکي په افغانستان کې د دایمي ټيکاو په رامنځته کېدو کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د چین او پاکستان رول مهم بولي.
   
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله وايي:«سیمه‌ییزه اجماع له حقوقي پلوه په لومړي کتار کې نه‌ده؛ ځکه موږ نه‌شي کولای چې خپل سیاست په خپلواکه توګه تعقیب کړو؛ خو دا چې افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته یا زیات سولې ته رسېدلی، ګاونډیان کولای شي چې د ملي اجماع لپاره رول ولوبوي چې موږ هغه د خپل هېواد په ګټه ګڼوو.»

د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج هم څرګندوي:«نه یوازې دا چې د پاکستان او چین د استازو غونډه او رول د افغانستان لپاره به ګټور وي، بلکې د ټولو ګاونډیانو رول په دې شرط چې صادقانه وي، پایله به ورکړي.»

تر دې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد رسول موسوي هم د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي يوشياو یونګ سره په کتنه کې ويلي وو چې په افغانستان کې د چين د تګلارې او سیاست درک کول اسانه کار نه‌دی او د چين د نړۍوالې ستراتيژۍ او د دغې ستراتيژۍ د سيمه‌ييزې تطبيق په برخه کې پر مهمو ټکو پوهېدو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه