Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ټیکاو په تړاو د ازبیکستان د ولسمشر له څرګندونو د ا.ا هرکلی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان د سولې او ټيکاو د اهمیت په تړاو د ازبیکستان د ولسمشر د څرګندونو له هرکلي سره وایي چې د سیمې هېوادونه دې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د رامنځته کېدو په برخه کې همکاري وکړي.

ذبیح الله مجاهد دغه راز له ګاونډیو هېوادونو سره پر پیاوړو ډيپلوماټيکو اړیکو ټينګار کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي:«اړتیا ده چې سیمه د افغانستان له اوسني ثبات سره مرسته وکړي، همکار واوسو، هغه ستونزې چې رامنځته کېږي او یا یې تصور کېږي، مخنیوی یې وشي. دویم دا چې له اسلامي امارت سره پیاوړې ډپيلوماټیکې اړیکې جوړې کړي.»

د ترک هېوادونو په سرمشریزه کې د ازبیکستان ولسمشر په افغانستان کې پر سولې او ټيکاو ټينګار کوي او وایي، چې سیمه سوله‌ییز او باثباته افغانستان ته اړتیا لري.

په دې غونډه کې شوکت میرضیایوف دغه راز وایي، چې افغانسان باید په اوسنیو شرایطو کې هېر نه کړل شي.
                                 
د ازبیکستان ولسمشر وايي:«په افغانستان کې د سولې او کرارۍ رامنځته کېدل، چې تاریخ او برخلیک یې له زرګونو کلونو راهیسې له ترکانو  سره تړلی دی، زموږ په سیمه کې د ثبات او سټراټژیک امنیت د ټينګښت اصلي شرط دی. خو په اوسنۍ نړۍ کې په بېلابېلو ځایونو کې شخړو دغه هېواد د نړۍوالې ټولنې له پامه غورځولی دی.»

په دې غونډه کې د ترکیې ولسمشر هم د نړۍوال امنیت په برخه کې د افغانستان رول مهم بولي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندوي:«په ټوله وچې کې د امنیت د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو. د نړۍ د یوه غړي په توګه افغانستان هم په دې برخه کې مهم دی.»

د ازبیکستان ولسمشر دغه راز افغانانو ته د ترمز د لوجسټيک مرکز له لارې د بشري مرستو د رسولو او دغه راز د افغانانو د زده‌کړو د دوام ډاډ ورکړی دی.

دا غونډه چې د ترک هېوادونو لسمه سرمشریزه وه، د جمعې په ورځ د قزاقستان په استانې ښار کې جوړه شوه.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه