Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماریا زاخارووا ادعا؛ شوروي د افغانستان د اقتصاد ستنې ودرولې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا ویلي چې پخواني شوروي په افغانستان کې څه باندې ۱۴۰ صنعتي تاسیسات جوړ کړي چې په خبره یې اوس هم د دغه هېواد د اقتصاد بنسټ جوړوي. 

ماریا زاخارووا له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو ۳۵مې کلیزې په مناسبت غونډې ته دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د ناټو شل کلن حضور بیا افغانستان ته زیان رسولی دی. 

ماریا زاخارووا زیاته کړه: « پخواني شوروي د ۱۴۰ صنعتي تاسیساتو په جوړولو سره د افغانستان د اقتصاد ستنې ودرولې؛ خو ناټو بیا پر دغه هېواد د بمونو مور وکاروله او په پایله کې په افغانستان کې د ناټو عملیات له بشپړې ماتې سره پای ته ورسېدل.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې په افغانستان کې د پخواني شوروي او ناټو د حضور پر مهال میلیاردونه ډالر ښکته او پورته شول؛ خو د ناسم مدیریت له امله افغانستان پر ځان بسیا اقتصاد ته ونه رسېد. 

د دوی په خبره په هغه وخت کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ میلیارده ډالره پانګونې شوې؛ خو جګړو بیا افغانستان ته د څه باندې ۲۵۰ میلیارده ډالرو زیان واړوه.

د اقتصادي چارو شنونکي، سید مسعود وویل: « د روس او بیا د ناټو په څېر د لویو قدرتونو څخه موږ د ناسم مدیریت نشتون له امله سم کار وانخیست.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي هم وویل:« روسانو او امریکانو موږ یو څه خراب کړو خو په ټوله کې په کورنیو جګړو کې ډېر خراب شوو.»

په ورته مهال، اقتصاد وزارت وايي، په افغانستان کې د پخواني شوروي او د امریکا د حضور پر مهال د افغانستان اقتصاد پر نورو تکیه وو؛ خو په خبره یې اسلامي امارت د اغېزناکو پروګرامونو له لارې هڅې کوي چې، د هېواد اقتصاد پر ځان بسیا کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري په دې اړه وویل: « د اسلامي امارت په دوره کې موږ هڅې کړي څو اقتصادي نیمګړتیاوې پوره کړو او د هېواد اقتصاد له تکیه حالت څخه پرځان بسیا حالت ته ورسوو.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم څرګنده کړه: « موږ باید تمه ونه لرو چې د شوري ښکیلاک د افغانستان اقتصاد ښه کوو؛ که څه هم ژمنې یې کړې وې خو موږ وکتل چې برعکس ثابتې شوې. ښکیلاکګر هېواد نه جوړوي.»

د یادونې وړ ده چې، په افغانستان کې د ظاهرشاه او داوود خان د حکومتونو پر مهال روسانو د سالنګ د لویې لارې، برېښنا کوټ، د کور جوړولو، د ننګرهار کانال او د کندهار- هرات سړک د جوړولو په ګډون ورته نورې پروژې هم بشپړې کړې دي.

د شنونکو په خبره په هغه وخت کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ میلیارده ډالره پانګونې شوې؛ خو جګړو بیا افغانستان ته د څه باندې ۲۵۰ میلیارده ډالرو زیان واړوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه